ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: طالبانو په تېرو درېيو مياشتو کې ٣٥ ځانمرګي بريدونه کړي

حکومت: طالبانو په تېرو درېيو مياشتو کې ٣٥ ځانمرګي بريدونه کړي

author avatar
19 Dec 2020 - 15:58
حکومت: طالبانو په تېرو درېيو مياشتو کې ٣٥ ځانمرګي بريدونه کړي
author avatar
19 Dec 2020 - 15:58

کابل (پژواک، ٢٩ لېندۍ ٩٩): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا په تېرو درېيو مياشتو کې، په ځانمرګو بريدونو او چاودنو کې ١٥٣٦ ملکي وګړو ته مرګ ژبله اوښتې ده.

د دغه وزارت له خوا د لېندۍ په ٢٩مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې  په دې موده کې طالبانو ٣٥ ځانمرګي بريدونه او ٥٠٧ چاودنې کړي دي.

سرچينې زياته کړې چې په ياده موده کې د طالبانو له خوا په دغو بريدونو کې ٤٨٧ ملکي وګړي وژل شوي او ١٠٤٩ نور ټپيان شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت دغه راز ويلي چې طالبان د ټولو ارزښتونو خلاف ملکي خلک او عامه تاسیسات په نښه کوي.

د سرچينې په وينا، د عامو خلکو وژنه جنګي جنایت دی او هېڅ ډول توجیه نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د هېواد ملي امنيتي ځواکونه له تېرې میاشتې راهيسې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د طالبانو ګڼ لوی بریدونه شنډ کړي او وسله والو مخالفينو چې د یادو سیمو د سقوط لپاره کومې موخې ټاکلې وې، مخه یې نیولې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي خو د یادې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد درې ورځې مخکې په يوه خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې حکومتي ځواکونو په تېره يوه اوونۍ کې په ٢٨ بريدونو کې ٦٥ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.