Pajhwok Afghan News

د کډوالۍ نړۍوال سازمان له ۱،۲ میلیون افغانانو سره مرسته کړې

کابل (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۳): د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې د اروپایي ټولنې په ملاتړ یې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۳ کاله پورې له ۱،۲ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.

دغه سازمان تېره ورځ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا مرستې له بېرته راستنېدونکو، د طبیعي پېښو له زیانمنو او نورو اړو خلکو سره شوې دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي چې د اروپایي ټولنې په ملاتړ، د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو له ننګونو او اغیزو سره د مبارزې او د افغانستان د خلکو لپاره د شغلي فرصتونو برابرولو برخه کې همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر یا اوچا ویلي چې په افغانستان کې د ۹،۲ میلیون ماشومانو په ګډون ۲۳،۷ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

Views: 16

Exit mobile version