ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک يو خبريال د رسنيو د اخلاقو د نړيوال مرکز د سفير په توګه وټاکل شو

د پژواک يو خبريال د رسنيو د اخلاقو د نړيوال مرکز د سفير په توګه وټاکل شو

author avatar
25 Jan 2012 - 17:26
د پژواک يو خبريال د رسنيو د اخلاقو د نړيوال مرکز د سفير په توګه وټاکل شو
author avatar
25 Jan 2012 - 17:26

 کابل ښار (پژواک ٥سلواغه ٩٠):  په هرات  کې  د پژواک خبري اژانس حوزوي خبريال احمد  قريشي، د رسنيو د اخلاقو د نړيوال مرکز “سايم” له لوري په افغانستان کې د دې مرکز د سفير په توګه وټاکل شو.

په هغې خبرپاڼه کې چې د دې مرکز (Center for international media ethic) له خوا خپره شوې، راغلي چې دغه نوم د هغه حرفوي تجربو، سابقې او طرحو له امله چې دغه رسنيز شخصيت په افغانستان کې د رسنيزو اخلاقو د لوړتيا لپاره وړاندې کړې دي، ده ته ورکړل شو.

په هغې خبرپاڼه کې چې په دې اړه پژواک خبري اژانس ته رسېدلې ده، د “سايم”  مرکز د سفير پروګرام همغږي کوونکي سيلا زابو (Csilla Szabó) ويلي دي: ((زه د دغه سترې لاس ته راوړنې له کبله، نوموړي ته مبارکي وايم.))

هغه زياته کړه چې د خبريالۍ د اخلاقو نړيوال مرکز، په افغانستان کې د رسنيزو اخلاقو د لا زياتې پرمخ بېونې او پلي کولو په لار کې د پژواک د خبريال د هڅو همغږي کولو او له هغې څخه ملاتړ ته لېواله دى.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل په دې اړه وويل، چې د خبريالۍ د اخلاقو  د نړيوال مرکز د سفير په توګه د احمدقريشي ټاکل کېدل، لوى وياړ دى.

هغه وويل چې قريشي، د پژواک له ډېرو فعالو خبريالانو څخه دى، چې په تېرو شپږو کلونو کې يې پرته له وقفې همکاري درلودلې ده.

په خپله احمد قريشی په دې اړه پژواک ته وويل: “تردې وروسته په هېواد کې د رسنيزو اخلاقو د عملي کولو او پياوړتيا په لار کې زما مسووليت زياتېږي.

هغه زياته کړه، چې اته کاله وړاندې يې په هرات کې له اينه کولتوري مرکز سره رسنيز کار پيل کړ او شپږ کاله وړاندې هم په لوېديځ زون کې د پژواک خبري اژانس د خبريال په توګه په دنده وګومارل شو.

قريشي زياته کړه، د “سايم” مرکز له خوا د هغه ټاکل کېدل، د رسنيزو اخلاقو د ښه والي په برخه کې د ده د ځانګړو طرحو او د افغانستان د خبريالانو د مرکز د جوړولو له امله و.

سرچينې له دې مرکز سره د اړيکې او د هغې د فعاليت په اړه وويل: “د رسنيزو اخلاقو په اړه مې يو شمېر طرحې دغه مرکز ته ورکړې دي، چې اوس يې يادولى نه شم او د هغې د منل کېدو په صورت کې به يې د هغوى په مرسته پلې کړو.”

 

 

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.