ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر له يو شمېر پاکستاني سياسي مشرانو سره هم وليدل

ولسمشر له يو شمېر پاکستاني سياسي مشرانو سره هم وليدل

author avatar
18 Feb 2012 - 15:48
ولسمشر له يو شمېر پاکستاني سياسي مشرانو سره هم وليدل
author avatar
18 Feb 2012 - 15:48

اسلام اباد (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): ولسمشر حامد کرزي  په اسلام اباد کې د دغه هېواد د سياسي ګوندونو له يو شمېر مشرانو سره وليدل.

د ولسمشر وياند ايمل فيضي د سلواغې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حامد کرزي نن  د خپل سفر په وروستۍ (دريمه ورځ) د دغه هېواد له يو شمېر مهمو سياسي مشرانو سره وليدل.

هغه زياته کړه، چې په دغو کسانو کې د مسلم ليګ (ق) ګوند مشر چوهدري شجاعت حسين او مشاهد حسين، د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي، د پيپل ګوند د شېرپاو ډلې مشر افتاب احمدخان شېرپاو، د عوامي نېشنل ګوند له پلاوي افراسياب خټک، حاجي عديل او زاهدخان سره په جلا جلا توګه وليدل.

نوموړي وويل، چې په دغو ليدنو کې د دواړو هېوادونو پر سياسي، سوداګريزو او کولتوري اړيکو، د افغانستان د سولې پر پروسې او د سيمې پر حالاتو خبرې وشوې.

له يادو ليدنو وروسته د کورنيو چارو پخوانى مشر او سياسي مشر افتاب احمدخان شېرپاو له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې ولسمشر حامد کرزي  پاکستاني سياستوالو ته د کابل د سفر بلنه ورکړه.

د يادونې ده، چې د دغه سفر په ترڅ کې له دې وړاندې ولسمشر کرزي د مسلم ليګ (ن) له مشر او پخواني لومړي وزير نواز شريف، د جمعيت علماء اسلام  د ګوند له مرستيال عبدالغفور حيدري او د جماعت  اسلامي له پخواني مشر قاضي حسين احمد سره هم وليدل.

نواز شريف د دې ليدنې پر مهال وويل، چې د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دى او ترڅو پورې چې په افغانستان کې امنيت رانه شي، په پاکستان کې به حالات ښه نه شي.

ولسمشر حامد کرزى له يوه لوړ پوړي پلاوي سره وړمه ورځ د پاکستان، افغانستان او ايران د ولسمشرانو ترمنځ په سرمشريزه غونډه کې اسلام اباد ته تللى و او نن بېرته خپل هېواد ته راستون شو.

د دغه سفر پر مهال په ياده غونډه کې د ګډون ترڅنګ ولسمشر د پاکستان له لومړي وزير يوسف رضا ګېلاني او ولسمشر زرداري سره هم ځانګړې ليدنې وکړې.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.