جلال اباد (پژواک ١٧ غويى ٩١): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د هوايي بريد په ترڅ کې د دولت اته وسلوال مخالفين ووژل شول.
د حصارک ولسوال حاجي عبدالخالق معروف د غويي په ١٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار نهه بجې د حصارک د قومونو شپږسوه کسيزه غونډه د دغې ولسوالۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، چې وسلوالو مخالفينو د غرونو له لوړو څوکو څخه د ولسوالۍ پر ودانۍ د هاوانونو ډزې پيل کړې.
هغه زياته کړه، چې د مخالفينو په دغو ډزو کې د ولسوالۍ کلينيک، جومات او ښوونځى زيانمن شول؛ خو د سر زيان چاته ونه رسېد.
د نوموړي په وينا، د دواړو خواوو ترمنځ ډزې تر ١٢ بجو روانې وې، خو دولس بجې پرې د ايتلافي ځواکونو الوتکو هوايي بريد وکړ.
ولسوال وويل، په دې بريد کې اته وسلوال مخالفين وژل شوي، چې ګڼ شمېر يې پاکستانيان دي.
نوموړي زياته کړه، چې د سرې مياشتې له لوري ترې د مړو غوښتنه شوې، ترڅو د افغاني طالبانو جسدونه خپلو کورنيو او د پاکستانيو طالبان جسدونه په تورخم کې پاکستانيو چارواکو ته وسپاري.
ولسوال وويل، چې د سروبي ولسوالۍ له وزبين سيمې څخه ورته د طالبانو سرچينو راپور ورکړى، چې له وژل شويو کسانو سره ګڼ شمېر ټپيان شوي هم دي.
بل پلو طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې په هوايي بريد کې يې يو ملګرى وژل شوى، ٢ تنه ټپيان شوي او يو ولسي وګړى هم وژل شوى دى.
حصارک د ننګرهار ولايت له مرکز جلال اباد څخه لوېديځ لوري ته لرې پرته له کابل ولايت سره په ګډه پرته ناامنه سيمه ده.
تېره اونۍ په دې ولسوالۍ کې د يوه بريد په ترڅ کې درې پوليس وژل شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن