کابل (پژواک ٣ زمرى٩١) : يو شمېر افغانان، په سعودي کې د افغانستان د شاوخوا شل جريبه ځمکې د بيا راخپلولو لپاره د حکومت هڅې ستايي، خو وايي، چې په دې اړه هڅې بايد مخکې پيل شوى واى.
د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستيال داعي الحق عابد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغانستان د سعودي عربستان په بېلابېلو ښارونو کې ځمکې لري.
هغه وويل، چې له يادو ځمکو څخه ١٥ جريبه يې په مکه مکرمه کې د حرم شريف په ٩٠٠ مترۍ کې موقعيت لري.
د ده په وينا، دغه ساحه، چې د حرم شريف په پراختيا کې تللې، د احمدشاه ابدالي د واکمنۍ پر مهال افغانستان پېرلې او اوس دغه سيمه د “حى القراره” په نوم يادېږي.
دغه راز عابد وايي، افغانستان په١٣٥٠ هجري قمري کال کې ٣،٥ بسوې ځمکه، د حرم شريف په ٤٠٠ مترۍ کې پېرلې، چې هغه هم د حرم شريف په پراختيا کې تللې ده.
د ده د څرګندونو له مخې، دا مهال دغه سيمه چې ياده ٣،٥ بسوې ځمکه په کې موقعيت لري د (شْبيکه) په نوم يادېږي.
د هغه په وينا، د سعودي حکومت ويلي و، چې د حرم شريف په پراختيا کې د تللو ځمکو په بدل کې يا ځمکه او يا هم پيسې ورکوي.
د عابد د معلوماتو له مخې، د افغانستان يوه بله ټوټه ځمکه چې لس زره متره مربع (پنځه جريبه) مساحت لري، د سعودي په جده ښار کې د امريکا سفارت ته نږدې موقعيت لري او دغه سيمه د “حى الهمراء” په نوم يادېږي.
هغه زياته کړه، چې د دې ځمکې دوه زره متره مربع، يو عرب سوداګر غصب کړې او ٨ زره متره مربع يې پاتې ده.
سرچينه زياتوي، چې په جده کې دغه ځمکه ملک فيصل بن عبدالعزيز افغانستان ته ورکړې وه.
عابد وايي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د يادو ځمکو د ترلاسه کولو لپاره دوه کاله مخکې يو وکيل په کار ګومارلى ترڅو اړوندې حقوقي چارې يې پر مخ يوسي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د حرم شريف په پراختيا کې د لاندې شوې ١٥ جريبه ځمکې د يو متر مربع بيه دوه کاله مخکې ١٥٠زره سعودي رياله (١٩٨٠٠٠٠ افغانۍ) او هماغه وخت په ياده سيمه کې د درې نيمې بسوې يادې ځمکې د يو متر مربع بيه ٦٠ زره رياله (٧٩٢ زره افغانۍ) تثبيت شوې وه.
خو دى وايي، چې د دغو ځمکو بيې ورځ تر بلې لوړيږي او کېداى شي اوس يې بيې ډېرې لوړې شوې وي.
د عابدپه وينا، افغانستان هڅه کوي چې په مکه معظمه کې د يادو ځمکو په بدل کې ځمکه ترلاسه او ښارګوټى پرې جوړ کړي چې د حج د مراسمو پر مهال افغان حاجيان د کرايي خونو پر ځاى په خپلو خونو کې و اوسي.
عابد د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، ويل کېږي چې افغانستان د سعودي عربستان په مدينه منوره، طايف او رياض ښارونو کې هم ځمکې لري، خو له دوى سره يې اسناد نه شته.
د کابل ښار د کمپنۍ د سيمې اوسېدونکى احمد خالد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دغه اقدام ستايي.
هغه زياته کړه: ((تېرو حکومتونو بايد دا کار کړى واى او يا اوسني حکومت مخکې په دې اړه اقدام کړى وى، خو په هر صورت اوس هم دغه کار د ستاينې وړ دى.))
دى وايي، چې په سعودي کې شاوخوا شل جريبه ځمکه ډېره ځمکه ده او که ودانۍ پرې جوړې شي افغانستان ته به ډېره اقتصادي ګټه ولري.
دغه راز د کابل ښار د څلورم مکررويان اوسېدونکى عبدالحميد هم خالد ته ورته نظر لري.
هغه وويل: ((که څه هم حکومت ډېرې کورنۍستونزې لري، خو سره له دې ستونزو يې چې دا اقدام کړى، موږ خوشاله يو چې که هلته افغانستان خپلې ودانۍ ولري نو حاجيان به يې د پرديو کرايي ودانيو څخه خلاص شي.))
دى باوري دى چې افغانستان به په سعودي کې خپلې ځمکې ترلاسه کړي؛ ځکه چې دا يې حق دى او د سعودي حکومت هم ويلي چې د يادو ځمکو بدل به ورکوي.
خو هغه زياته کړه: ((کاش چې په دې اړه مخکې اقدام شوى واى، اوس به دا ځمکې د افغانستان وې او ودانۍ به يې هم پرې جوړې کړې وې.))
خو د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، د افغانستان حکومت د دې توان نه لري، چې په سعودي کې يادې ځمکې راخپلې کړي.
د ولسي جرګې د مالي او بودجې د کمېسيون مشر اميرخان يار پژواک خبري اژانس ته وويل: ((هغه ځمکې چې په تېرو شاوخوا ٤٠ کلونو کې هرڅنګه چې شوې، که د حرم شريف په توسعه کې تللې او يا هم چا غصب کړې، دا حکومت د دې توان نه لري چې بېرته يې راخپلې کړي.))
د ده په وينا، داسې يو حکومت به څنګه وکولاى شي، چې په سعودي کې د افغانستان ځمکې راخپلې کړي، چې په هېواد کې دننه د ځمکو د غصب مخنيوى نه شواى کولاى.
هغه زياته کړه: ((دلته د ارګ په څنګ کې ځمکې غصب شوې، د وزير د کور په څنګ کې غصب شوې دي؛ يو حکومت چې د يو مامور د تبديلۍ توان نه لري، څنګه به وکولى شي، چې ولاړ شي او له هېواد څخه بهر ځمکې بېرته راخپلې کړي؟))
د يار په وينا، که د افغانستان حکومت غوښتى او يا يې کولاى شواى نو په تېرو لسو کلونو کې به يې په سعودي کې يادې ځمکې راخپلې کړې وى.
دغه راز د ولسي جرګې د ديني او فرهنګي چارو کمېسيون غړې حميرا ايوبي هم يار ته ورته نظر لري او وايي، چې اوسنى حکومت نه شي کولى په سعودي عربستان کې له لاسه تللې ځمکې بېرته ترلاسه کړي.
هغې زياته کړه: ((په هېواد کې دننه چې د حکومت حاکميت شتون لري، دولتي ځمکې غصب کېږي او حکومت څه نه شي کولى، دا به ډېره ستونزمنه او حتى ناشونې وي چې دا حکومت به په سعودي کې له لاسه تللې ځمکې ترلاسه کړي.))