ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان په نړۍ کې لومړى فاسد هېواد اعلان شو

افغانستان په نړۍ کې لومړى فاسد هېواد اعلان شو

author avatar
5 Dec 2012 - 11:08
افغانستان په نړۍ کې لومړى فاسد هېواد اعلان شو
author avatar
5 Dec 2012 - 11:08

بروکسل (پژواک ۱۵ لېندۍ ۹۱): د روڼوالي نړيوال سازمان له خوا په يوه تازه خپاره شوي راپور کې افغانستان، صوماليا او شمالي کوريا د نړۍ تر ټولو زيات فاسد هېوادونه اعلان شوي دي.

د روڼوالي نړيوال سازمان (ټرانسپرنسي انټرنېشنل) د اداري فساد په اړه خپل کلنى راپور نن (د لېندۍ ۱۵مه) خپور کړ.

د روڼوالي نړيواله اداره، چې په ۱۹۹۳ ميلادي کال کې جوړه شوې او مرکز يې په برلين کې دى، د نړۍ په يو سلو اتيا هېوادونو کې دفترونه لري، چې د فساد په اړه معلومات راټولوي.

دغې ادارې په خپل کلني راپورکې، چې په کې د نړۍ په ۱۷۴ هېوادونو کې د اداري فساد موارد څېړل شوي، افغانستان ته له صوماليا او شمالي کوريا سره يوځاى لومړى مقام ورکړى دى.

د راپور د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۲ کال په راپور کې افغانستان ، صوماليا او شمالي کوريا له ۱۰۰ څخه تر ټولو کمې اته، اته نومرې اخيستې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان د ۲۰۱۱ کال پر مهال د ۱۵ نومرو او په ۲۰۱۰ کال کې د ۱۱ نومرو په اخيستو سره دويم مقام خپل کړى و.

په ياد راپور کې راغلي، چې ډنمارک، نيوزيلينډ او فنلينډ د ۹۰ نومرو په اخيستلو سره هغه هېوادونه دي، چې له اداري فساد څخه تر ډېره بريده پاک دي.

په دغه لېست کې د تېر کال په پرتله په پاکستان کې هم فساد زيات شوى او نومرې يې له ۴۲ څخه ۳۳ ته راټيټې شوې، هندوستان په دغه لېست کې ۳۶ مفسد هېواد دى.

په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د افغاني شبکې مشر ډاکتر شفيق همدم پر ياد راپور د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، نور هېوادونه پرمختګ کوي، خو افغانستان شا ته روان دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((دا موږ افغانانو او حکومت ته ډېر د شرم ځاى دى، چې د هر کال په تېرېدو سره زموږ په هېواد کې فساد زياتيږي.))

نوموړي له حکومت څخه وغوښتل، چې د شعارونو او تشو ژمنو پر ځاى دې د اداري فساد پر ضد په سمه توګه او کلکه مبارزه وکړي، مفسد چارواکي له دندو ګوښه او د قانون منګولو ته وسپاري.

که څخه هم د افغانستان حکومت تر اوسه د دغه راپور په اړه رسمي غبرګون نه دى ښودلى، خو پخوا يې دا ډول راپورونه رد کړي دي.

د افغانستان په حکومت کې د فساد د موجوديت په اړه په نړيواله کچه پراخې اندېښنې موجودې دي او په ځينو مواردو کې د افغان دولت او د نړيوالو متحدينو ترمنځ يې د اړيکو د خرابېدو لامل هم ګرځېدلى دى.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.