کابل (پژواک، ٣ سلواغه ٩١): د برېښنايي وسايلو توليدوونکې ايل جي کمپنۍ خپل فعاليت، نن په رسمي ډول په کابل ښار کې پيل کړ.
په افغانستان کې د يادې کمپنۍ استازي عبدالواحد عليخان د سلواغې په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، هڅه کوي خپلو پېرېدونکو ته له نړيوالو سټنډرډونو سره سم د ايل جي (LG) کمپنۍ ټول برېښنايي وسايل وړاندې کړي.
ده زياته کړه، له شپږو کلونو راهيسې په افغانستان کې د ايل جي توليدات پلوري، خو اوسمهال يې د دې کمپنۍ رسمي نمايندګي اخيستې ده.
نوموړى وايي، د يادې کمپنۍ توليدات، لکه يخچال، تلويزيون، ډي وي ډي پلير، برېښنايي جارو، د کاليو مينځلو ماشين، کولر، برېښنايي داشونه او داسې نور وسايل له يو کال ګرنټي سره پلوري.
د عليخان په وينا، که د خپلو پېرېدونکو په کومه وسيله خرابېږي، نو دوى يې په وړيا ډول د هغوى په کورونو او کارځايونو کې ترميموي.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي، د پرانيستې په مراسمو کې وويل، نور بايد له دوديزې سوداګرۍ څخه عصري نړيوالۍ سوداګرۍ ته مخه کړو.
ده زياته کړه: ((د سوداګرۍ خونه علاقمنده ده، چې زموږ سوداګري مډرنه شي، په نړيوال سيستم برابره شي، سټنډرډ شي او پاکي په کې مراعت شي.))
د يادې کمپنۍ استازي عليخان دغه راز وويل، په نظر کې لري د روان زېږديز کال په اوږدو کې د ايل جي د پلور مراکز په کندهار، هرات، جلال اباد مزارشريف او کندوز هم پرانېزي.
دى وايي، د دوى د فعاليتونو په ترڅ کې به ٣٠٠ کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
ايل جي په نړيواله کچه د برېښنايي وسايلو يوه مشهوره کمپنۍ ده، چې په سوېلي کوريا کې موقعيت لري او په بېلابېلو هېوادونو کې نمايندګۍ لري.