ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په معروف ولسوالۍ کې ١٣ ښوونځي تړلي دي

author avatar
6 Feb 2013 - 16:50
author avatar
6 Feb 2013 - 16:50

 کندهار ( پژواک ١٨ سلواغه ٩١ ) : د کندهار ولايت په معروف ولسوالۍ کې ١٣ ښوونځي تړلي  ، خود دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د تړل شويو ښوونځيو د بيا پرانيستل کېدو غوښتنه کوي.

 د معروف ولسوالۍ اوسېدونکي او د پوهنې مسوولين وايي، چې دغه ولسوالۍ په خپل تشکيل کې ٣٢ ښوونځي لري، چې ١٩ يې خلاص شوي او ١٣ ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي.

 د معروف ولسوالۍ د پوهنې مدير محمد شفيق وايي، په دغه ولسوالۍ کې نه يواځې دا، چې د تړلو ښوونځيو بيا پرانيستل کېدو ته اړتيا ده، بلکې دغلته د پوهنې ټول بهير پاملرنې ته اړتيا لري، که داسې و نه شي، نو پرانيستل شوي ښوونځي به هم بيرته وتړل شي.

 د هغه په وينا، د معروف ولسوالۍ ښوونکي او زده کوونکي له هغو امکاناتو بې برخې دي، چې د کندهار ښار او نورو ولسوواليو ښوونځيو ته ورکول شوي دي.

 دى وايي، په معروف ولسوالۍ کې له بشپړ امنيت سره سره د بندو ښوونځيو د بيا پرانيستنې لپاره کوم اقدام نه کېږي.

 د دې تر څنګ د معروف ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد علم هم وايي، چې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي د خپلو اولادونو له زده کړې سره ډېره لېوالتيا لري او په کار ده، چې تړل شوي ښوونځي ژر تر ژره خلاص شي.

 هغه زياتوي،د ډېرو هغو کلو اوسېدونکي، چې ښوونځي يې تړل شوي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي، په کومو کليو کې چې ښوونځي شته، نو له هغوى څخه په ډېر واټن کې پراته دي او خپل ماشومان ورته نه شي لېږﻻى.

 د کندهار د پوهنې رييس شيراغاساپي هم په معروف ولسوالۍ کې د ١٣ ښوونځيو تړل تاييد کړل، خو زياته يې کړه ، چې د معروف ولسوالۍ ټولو ښوونځيو ته پاملرنه شوې او په روان ښوونيز کال کې يې ګڼ تړلي ښوونځي يو ځل بيا پرانيستل شوي دي.

 هغه زياته کړه،چې د کندهار ښار ترڅنګ په معروف کې هم تازه ژمنۍ رخصتۍ خلاصې شوې او ورسره سم به د دې ولسوالۍ زده کوونکو ته تر خپله وسه امکانات برابر کړي.

 د ده په خبره، په نږدې ورځو کې به په دغې ولسوالۍ کې څو نوي ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانيزي او په سلګونو نورو زده کوونکو ته به هم د زده کړې امکانات برابر شي.

 د امهال په معروف ولسوالۍ کې شا و خوا ٧٨٥٠ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې نږدې  دوه زره يې نجونې دي او د ٣٤٩ ښوونکو له لوري ورته زده کړې ورکول کېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.