کابل (پژواک ١١ چنګاښ ٩٢): په سلګونو لاريون کوونکو نن د کابل-جلال اباد او کابل-بګرام لويې لارې د څرخي پله په ساحه کې د ترافيکو پرمخ وتړلې، خو پر لاريون کوونکو د پوليسو له خوا ډزو کې څلور تنه ټپيان شول.
ياد معترضين، چې د کابل د ده سبز ولسوالۍ اوسېدونکي دي، امنيتي چارواکي د دې ولسوالۍ د اوو تنو پر وژنه تورنوي او د محاکمې غوښتنه يې کوي.
تېره اونۍ په ده سبز ولسوالۍ کې د پوليس امنيتي ځواکونو او د حاجي جنت ګل (په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي حاجي الله ګل مجاهد ورور) د کسانو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه اوه تنه ووژل شول، يو شمېر نور ټپيان و او خپله حاجي جنت ګل هم د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
لاريون کوونکو دغه دوه لويې لارې د سهار له اتو د غرمې تر ١٢ بجو پورې د ترافيکو پرمخ تړلې وې او د کابل امنيه قوماندان ايوب سالنګى، د هغه مرستيال داوود امين او د جنايي څېړنو رييس عبدالظاهر يې پر دغو وژنو تورن وکڼل.
يوه لاريون کوونکي صدرالدين پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دا ځوان بې ګناه وژل شوى، د دغه د وژنې عاملين دې محاکمه شي .))
هغه زياته کړه، چې که غوښتنې يې ونه منل شي، نو لاريونونو او د لارې بندولو ته به دوام ورکړي.
امنيتي ځواکونو لاريون کوونکي نن سهار له خبريالانو سره د خبرو پر مهال د اوښکي بهوونکي ګاز په کارولو او ډزو تيت پرک کړل، چې له امله يې څلور لاريون کوونکي ټپيان او روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو د کابل مرستيال امنيه قوماندان مل پاسوال محمد داوود امين ياد تورونه ردوي او وايي، چې مکمن ځينې معرض اشخاص په دغه کار کې ښکېل وي.
هغه پژواک ته وويل: ((پوليس هېڅکله هم څوک نه وژني، موږ تل له زغم څخه کار اخيستى دى.))
سرچينې زياته کړه، چې په دې اړه د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا يو پلاوى ګومارل شوى او پرېکړه به يې ټولو ته د منلو وړ وي.
د ويلو ده، چې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي الله ګل مجاهد تېره اونۍ ويلي و، چې پوليس د يوه پانګه وال بصير عمرزي له کسانو سره يو ځاى د خښتو د بټيو په را ټولو شوو استازو بريد کړى دى.
خو امنيتي مسوولينو ويل، ټاکل شوي پلاوى، چې د څارنوالۍ استازى هم په کې و، کله يې چې غوښتل حاجي جنت ګل ونيسي، د هغه د ساتونکي له مقاومت سره مخ او نښته رامنځته شوه.
له بلې خوا د کورنيو چارو وزارت نن د يوې ابلاغيې په خپرولو سره ويلي، چې امنيتي ځواکونه د خلکو د ځان او مال د ساتنې له امله هره ورځ بې شمېره قربانۍ ورکوي او په خپلو وينو له خلکو او خاورې په هر ډول شرايطو کې دفاع کوي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې دغه عمل نه يواځې غير قانوني دى، بلکې دعامه نظم او امن پر وړاندې يې مزاحمت کړى، خلک يې ځورولي او حتى د هغوى سر او مال ته يې زيان اړولى دى.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن