ترينکوټ (پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٢): د دايکنډي د کجران اوسېدونکي وايي، که دولت دې ولسوالۍ ته پاملرنه ونه کړي، نو ډېر ژر به د وسله والو مخالفينو لاس ته ولوېږي.
تېره ورځ دې ولسوالۍ ته د اروزګان والي، د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان، د کندهار امنيه قوماندان، په سوېلي زون کې د ايساف قوماندان او ګڼ نور چارواکي په سفر ورغلي وو.
د کجران د علماوو شورا مشر ملا سيدحسن وايي، له تېرو څو مياشتو راهيسې يې د ولسوالۍ ټولې لارې د نا امنۍ له امله تړل شوې دي، چې له امله يې په سيمه کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.
د سيمې يوه بل اوسېدونکي حاجي مولاداد پژواک خبري اژانس ته وويل، کجران ته د هلمند له باغران ولسوالۍ څخه وسله وال طالبان راغلي دي.
هغه زياتوي، که دولت په کجران کې پوځي عمليات ونه کړي، نو سيمه به د طالبانو تر واک لاندې راشي او د خلکو ستونزې به نورې هم زياتې شي.
د اروزګان والي اميرمحمد اخندزاده هم د کجران د اوسېدونکو ستونزې مني او زياتوي، چې د کجران په نا امنه کېدو سره به د اروزګان ډېرى سيمې نا امنه شي.
هغه زياته کړه، په دې سيمه کې بايد پوځي عمليات ترسره شي.
نوموړي د کجران د خلکو ستاينه وکړه، چې خپله سيمه يې په مېړانه ساتلې ده.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد د کجران اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی ستونزې به هوارې کړي او په ټولو هغو سيمو کې به عمليات ترسره کړي، چې وسله وال په کې واکمن دي.
د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق وويل، چې د افغان دولت پر وړاندې جنګېدونکي وسله وال له پاکستان څخه په مستقيمه توګه تمويلېږي او د کجران له خلکو يې وغوښتل، چې د دښمن پر خلاف نور هم يو موټي شي او خپله سيمه وساتي.
ده زياته کړه، د وسله والو مخالفينو پر وړاندې به عمليات ترسره کړي او چا ته به اجازه ورنه کړي، چې د عامو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي.
دايکنډي اته کاله مخکې د اروزګان يوه ولسوالي وه او وروسته په ولايت واوښته.
کجران ولسوالي د نيلي په سوېل ختيځ کې پرته سيمه ده، چې له هلمند او اروزګان ولايتونو سره ګډه پوله لري او د وروستۍ مونوګرافي سروې له مخې، چې تېر کال د مرکزي احصايې له لوري ترسره شوه د کجران نفوس تر پنځوس زره زيات ښودل شوى و.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن