واشنګټن (پژواک ٢٤ مرغومى ٩٢): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په تېرو افغان ټاکنو کې د لاسوهنې په اړه د دفاع د پخواني وزير رابرټ ګېټس څرګندونې رد کړې.
د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګېټس په خپل تازه ليکلي کتاب ، چې ټاکل شوې په نن سبا کې له چاپه را ووځي،ادعا کړې چې دافغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي ريچارډ هالبروک د ٢٠٠٩ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې لاسوهنه او د ولسمشر حامد کرزي د ناکامولو هڅه کړې وه.
خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت دغه ادعا په کلکه ردوي، د دغه وزارت وياندې ماري هارف په واشنګټن کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل: ((زه د ګېټس له څرګندونو او تخمينونو سره موافقه نه يمه.))
هغې زياته کړه، چې په دې اړه د امريکا دريځ روښانه دى، امريکا په دې کې نه ده ، چې افغان ټاکنې بايد څوک وګټي او يا يې ونه ګټي.
نوموړې وويل: ((موږ د کوم کانديد ملاتړ نه کوو، دا په افغانانو پورې تړلې ده، چې چا ته رايه ورکوي او څوک خپل مشر ټاکي.))
خو د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دارالانشاء پخواني مشر داوود علي نجفي درې ورځې مخکې په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال د رابرټ ګېټس خبرې تاييد کړې او زياته يې کړه ، چې امريکا او يوناما په تېرو ټاکنو کې لاسوهنې کولې.
نجفي د امريکا د ځانګړي استازي او د يوناما د هغه مهال د مرستيال د لاسوهنو ځينې ژوندۍ بېلګې وړاندې کړې او زياته يې کړه ، چې هغوى غوښتل ولسمشر کرزى ناکام کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن