ګردېز (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): د پکتيا په احمداباد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې ١١ ملکي وګړي ټپيان کړي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي احمدشاه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه مهال د احمداباد مرکزي لېسې ته څېرمه يو شمېر کسانو د ټاکنو په وياړ اتڼوڼه کول.
ده وويل، د خوښۍ د دغو مراسمو په ترڅ کې د سړک غاړې يوه خښ شوي ماين چاودنه وکړه، چې په کې ١١ تنه ټپيان شول.
د پکتيا د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې د دې پېښې له امله په ياده لېسه کې د ټاکنو مرکزونه تړل شوي خو څه زيان يې نه دى پېښ کړى.
د دغه ولايت د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر حياءالدين پکتين پژواک ته وويل، چې په احمداباد ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له پېښې ورته ١١ ټپيان ور وړل شوي دي.
پکتين وويل، د ټپيانو روغتيايي حال د ډاډ وړ دى.
ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن