کابل (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٣): د ولسمشرۍ ټاکنو د ټولو رايو شمېرنې د څار پروسه نن د ملي او نړيوالو مشاهدينو په حضور کې پيل شوه او د ملګرو ملتونو سازمان په دې پروسه کې کلکه ژمنه وکړه.
دغه پروسه نن غرمه د ټاکنو په خپلواک کميسيون کې د ملي او نړيوالو څارونکو، د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو او د رسنيو استازو په شتون کې په رسمي ډول پيل شوه.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر احمديوسف نورستاني په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې د دواړو نوماندانو تر منځ د هوکړې له امله به د رايې ورکونې شا وخوا ٢٢٨٠٠ محلونه چې له ٨ مليون رايو څخه اوړي، د هېوا په ٣٤ ولايتونو کې له سره وڅېړل شي.
هغه زياته کړه، چې نن په کابل کې د دريو زرو صندوقونو د رايو څېړنه، چې د ټولو رايو پنځلس سلنه کېږي، پيل شوې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر زياته کړه، چې دغه لړۍ به له دريو تر څلورو اونيو پورې وخت ونيسي او د رايو تر څېړنو وروسته به په ٢٤ ساعتونو کې په دې اړه د شکايتونو په کمېسيون کې خپل شکايتونه ثبت کړي او ياد کمېسيون اړ دى چې په ٤٨ ساعتونو کې دغو شکايتونو ته لاسرسى وکړي.
نورستاني څرګنده کړه: “دواړو نوماندان د هغو هوکړو له مخې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب ترسره شوې، د رايو د څارنې پايله که هر څه وي نو مني يې.”
بالاخره د ټاکنيزو د شاوخوا يوې مياشتې په تېرېدو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړي استازي يان کوبېش په منځګړيتوب دغه ناندرۍ پاى ته ورسېدې او دواړو نوماندانو د ټولو رايو پر بيا شمېرنې، د نړيوالو څارونکو له حضور، د هغو د پايلو منل او د يوه ملي حکومت پر رامنځته کېدو هوکړه وکړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر وويل، چې نن ٣٠ کاري ټيمونه له دې امله چې يو شمېر نړيوال څارونکي تر دې مهاله کابل ته نه دي را رسېدلي، د رايو د تفتيش پروسه پيل کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې د يادې پروسې تګلاره داسې جوړه شوې چې په هر شفټ کې به په عملي ډول د تفتيش ١٠٠ ټيمونه خپلې څېړنې کوي او د هر ټاکنيز ټيم سل استازي به شتون ولري.
د ټولو رايو د څېړنې لړۍ د کمېسيون د کارکوونکو له لوري په دوو شفټونو کې ترسره کېږي، چې د سهار له ٧ بجو څخه د غرمې تر ١٢ بجو او له غرمې وروسته له يوې بجې وروسته به يو ځل بيا پيل او د مازديګر تر ٦ بجو پورې به دوام وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دې لړۍ په سمه توګه د ترسره کولو په موخه د دواړو ټيمونو شل شل کسانو ته، چې له دې لړۍ به څار وکړي، زده کړې هم ورکړې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر وايي، چې د هوکړو له مخې، ايساف د دې مسووليت لري چې د رايې ورکونې ټول صندوقونه له ولايتونو کابل ته راولېږدوي.
نوموړي د ملګرو ملتونو د سازمان له استازي او د امريکا د بهرنيو چارو له وزير جان کيري، د ټاکنيزو ناندريو د پاى ته رسولو په اړه له هغوى مننه وکړه.
کابل کې د يوناما استازي کريت يانس په نننۍ غونډه کې وويل: “زموږ ټول کارکوونکي له تاسو سره دي او په موږ په دې کې کلکه ژمنه لرو.”
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن