کابل (پژواک ١٢ سلواغه ٩٣): د ملي يووالي حکومت د کابينې ٨ وزيرانو، چې څو ورځې وړاندې يې له ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه، د لوړې مراسم نن د ولسمشر اشرف غني په حضور کې تر سره شول.
پنځه ورځې وړاندې (د سلواغې ٨مه) د حکومت د ١٩ نوماند وزيرانو له ډلې، يواځې د ٨ وزارتونو نوماند وزيرانو او د ملي امنيت مشر له ولسي جرګې د باور رايه تر لاسه کړه او پاتې نور رد شول.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په دغو مراسمو کې چې نن مازيګر په ارګ کې تر سره شول، د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د کورنيو چارو وزير نورالحق علومي، د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروزالدين فېروز، د کانونو او پټروليم وزير داوود شاه صبا، د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي او د کليو د پراختيا وزير نصيراحمد دراني د لوړې مراسم تر سره کړل.
سرچينې زياته کړې، دوى لوړه وکړه چې د ملي يووالي د حکومت په کابينه کې د وزيرانو په توګه به خپلې دندې د اسلام سپېڅلي دين د حکمونو او د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانينو په چوکاټ کې تر سره او د هېواد وګړو د حقونو ساتنه به کوي. خپلواکي، ځمکنۍ بشپړتيا او د خلکو ملي يووالى به ساتي او خپلو ټولو چارو کې به خداى پاک حاضر بولي او خپلې دندې په رښتونې توګه تر سره کوي.
د سرچينې په وينا، د لوړې د مراسمو له تر سره کولو وروسته ولسمشر اشرف غني او د حکومت اجرايه مشر ډاکټر عبدالله د ملي يووالي د حکومت يادو ٨ وزيرانو ته د خپلو دندو مبارکي ورکړه او ويې ويل، چې دوى ته په خپلو دندو کې افغانانو او هېواد ته د خدمت په برخه کې د ډېرې بريا غوښتنه کوي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغو مراسمو کې د ولسمشرۍ رياست دويم مرستيال محمد سرور دانش، د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود، د اجرايه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان او د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق هم ګډون درلود.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن