کابل (پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): لويه څارنوالي وايي چې په ښار جوړونې وزارت کې څه باندې ٣٠ ميليونه ډالر درغلي شوې او د دې قضيې د تورنو دوسيه به تر څو ورځو پورې محکمې ته واستول شي.
دا موضوع د لويې څارنوالۍ سرپرست نورحبيب جلال نن د دغه بنسټ د عالي شورا په ناسته کې وړاندې کړ.
د ده په خبره، په ښار جوړونې وزارت کې د درغلۍ قضيې دوسيه بشپړه شوې او تر دوو يا دريو ورځو پورې به محکمې ته واستول شي.
جلال څرګنده کړه، د لومړنيو څېړنو له مخې، په دې قضيه کې څه باندې ٣٠ ميليونه ډالر شخصي جزبونه ته تللي دي.
د لويې څارنوالۍ سرپرست زياته کړه چې ٢٦ کسان چې شپږ يې د دغه وزارت کارکوونکي دي، د مالي فساد د سترو دوسيو په تور تر قانوني تعقيب لاندې نيول شوي او يو شمېر يې نيول شوي دي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، د کور جوړونې تصدۍ مشر احمد نواز بختيار، د پارتمانونو چارو د تنظيم دفتر مشر محمدامين قانع، د مرکز د ښارجوړونې مشر احمدشاه همت، د املاکو او اسکان مشر محمدامين امين، د پلان او پاليسي مشر ګل رحيم زيارمل او د پارتمانونو چارو د انسجام دفتر مالي مسوول سيد امان سادات او د وزارت شل نور کار کوونکي په دې قضيه کې د لاس درلودو په تور نيول شوي او يا تر قانوني تعقيب لاندې دي.
ولسمشر اشرف غني د روان کال د غبرګولي مياشتې په ٧ مه نېټه امر وکړ چې د ښار جوړونې وزارت د شپږو لوړ پوړو چارواکو دندې په پراخ مالي فساد کې د لاس درلودلو په سبب وځنډول شي او څېړنې ورڅخه وشي.
ولسمشر ټينګار کړى، د ټاکنيزو مبارزو پر مهال به خپله هغه کړې ژمنه پوره کړي چې له اداري فساد سره د سختې مبارزې په اړه يې کړې وه.
د روڼتيا د نړيوال سازمان د نوې څېړنې پر بنسټ چې په ١٧٥هېوادونو کې ترسره شوې او د تېرې ليندۍ مياشتې په وروستيو کې خپره شوه، افغانستان په نړۍ کې د څلورم فاسد هېواد په توګه اعلان شوى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن