فيض اباد ښار (پژواک، ٧ غويى ٩٥): د بدخشان د پامير يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د خوراکي توکو د کمښت په سبب له وچو سبزيو او وښو ګټه اخلي.
د پامير د خلکو استازى عبدالولي چې د بدخشان د مرکز فيض اباد ښار د دې سيمې د سلګونو خلکود غږ رسولو په موخه د ولايت مرکز ته راغلى، پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې تېر کال په پامير کې د پرلپسې واورې ورېدو او هېواد د سړښت او څارويو د خوراکي توکود نشتوالي په سبب شاوخوا ٢٥٠٠ څاروي له منځه تللي دي.
هغه زياته کړه چې اوسمهال د پامير د اوسېدونکو پر مخ پلې لارې تړل شوې، سوداګر خوارکي توکي د واخان بروغيل تر سرحد پورې لېږدوي، خو له هغه ځايه يې د لارې د بندوالي په سبب پامير ته نه شي لېږدولى او خلک د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
نوموړي وويل چې خلک يې په مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کوي، خو اوسمهال د ژوندي پاتې کېدو لپاره له هغه ګياوو او واښو کار اخلي چې د اوړي په موسم کې يې راټولې کړې او وچې کړې دي.
نوموړي له دولت او د بدخشان له ځايي چارواکو غوښتنه وکړه چې د پامير د خلکو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي او خبر دارى يې وکړ که پاملرنه ورته ونه شي، د دې سيمې ګڼ شمېر خلک به د خوراکي توکو د نشتوالي په سبب ومري.
د بدخشان ولايتي شورا غړي طلب الدين قاري هم وويل چې د بدخشان د سرحدي ولسواليو د لارو بندېدل ددې سبب شوي چې په يادو سيمو کې د خوارکي توکو بيې بې اندازې لوړې شي.
هغه زياته کړه: ((د پامير اوسېدونکي چې د بدخشان په لوړو سيمو کې ژوند کوي، د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي چې بايد ډېر ژر ورسره مرسته وشي.))
په ورته وخت کې د بدخشان والي احمد فيصل بيګزاد ومنله چې ومنله چې د بدخشان د پامير اوسېدونکي له دې امله چې سيمه يې لا هم په واور پوښلې او اکمالاتي لارې يې بندې دي، د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
هغه وويل: ((د پېښو سره د مبارزې او کلو پراختيا رياستونه ګومارل شوي چې ډېر ژر د پاميريانو دا ستونزه حل کړي.))
والي وويل چې د وردوج او شهدا ولسواليو لارې پرانېستل شوې او ژمنه يې وکړه چې د پامير خلکو ته به د تاجکستان له لارې اسانتياوې برابرې کړي، څو د خوراکي توکو د کمښت ستونزه يې حل شي.
بلخوا د بدخشان د پېښو سره د مبارزې ملي ادارې مشر سيد عبدالله همايون دهقان وويل چې د پامير خلکو تېر کال د خپلو څارويو واښه د واورو ورېدو په سبب له لاسه ورکړل او يو شمېر څاروي يې هم له منځه تللي دي.
خو نوموړي په دې اړه څه ونه ويل چې د پامير خلک اوسمهال د خوراکي توکو د کمښت په سبب له واښو ګټه اخلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن