کابل (پژواک، ٧ چنګاښ ٩٥): د ملي امنيت سلاکار، د ننګرهار ولايت سياسي او نظامي مشرانو ته لارښوونه کړې چې په ټول قوت د داعش ډلې د ځالو او فعاليتونو د ځپلو او د له منځه وړو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
له امنيت شورا د چنګاښ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنيت سلاکار د ويډيو کنفرانس له لارې د ننګرهار له سياسي او نظامي مشرانو او قومي مخورو سره د کوټ ولسوالۍ د امنيتي وضعيت په اړه خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، په دغه ويډيو کنفرانس کې له کابل څخه په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازو انجنير سيد اکرام، عصمت شينواري، د کابل ولايت استازې شينکۍ کړوخېل او د ځوانانو په چارو کې د ولسمشر سلاکارې ملالۍ شينوارې هم حضور درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په ننګرهار کې پر والي سربېره د ۲۰۱ سېلاب قول اردو او امنيه قوماندان، د ملي امنيت رييس او قومي مخورو برخه اخيستې وه.
سرچينه کاږي، د ملي امنيت سلاکار، د ننګرهار ولايت سياسي او نظامي مشرانو ته لارښوونه وکړه چې په ټول قوت د داعش ترهګريزې ډلې د ځالو او فعاليتونو د ځپلو او له منځه وړو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
د ملي امنيت سلاکار د کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو ته په هغې ولسوالۍ کې د داعش ډلې له خوا د يو شمېر هېوادوالو د وژلو له امله خپله غمرازي وښوده او زياته يې کړه چې د دوی قربانۍ به د هېواد د ملي خپلواکۍ د ساتلو په تاريخ کې تلپاتې شي.
حنيف اتمر په ننګرهار ولايت کې مېشتو نظامي ځواکونو ته د هېواد د ولسمشر دا لارښوونه څو ځلې تکرار کړه: ((کوټ د داعش په هديره بدل کړئ او د خپلو شهيدو هېوادوالو تاريخي غچ واخلئ.))
د يادونې ده، د تېرې جمعې په شپه داعش وسله والو د کوټ ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو بريدونه پيل کړي وو چې له امله يې امنيتي سرتېرو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته او د لسګونو ملکيانو کورونه يې هم سوځولي وو.
ځايي چارواکي وايي چې په ځوابي بريدونو او عملياتو کې لسګونه داعش وسله وال وژل شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن