ژبه

کابل کې د کورنيو توليداتو او محصولاتو نندارتون پرانيستل شو

ناهید بشردوست

۲۴ چنګاښ ۱۳۹۵ - ۲۰:۰۲

Views: ۶۹

کابل (پژواک، ٢٤چنګاښ ٩٥): د کورنيو محصولاتو او توليداتو دوه ورځينى نندارتون د هېواد له محصولاتو څخه د ملاتړ په موخه کابل کې پرانيستل شو.

دا نندارتون چې په بابر بڼ کې پرانيستل شو، د هېواد بېلابېل محصولات او توليدات لکه لاسي صنايع، ودانيز توکي، د کور وسايل، د پښو کولو توکي، خوراکي توکي او د وينځلو توکي په ١٠٠ غرفو کې نندارې ته ايښودل شوي دي.

د عبدالنصير رښتيا په نوم يوه سوداګر او د دې نندارتون جوړوونکي وويل، دا کار د کورنيو توليدوونکو  دهڅولو او د  هېواد له لاسي صنايعو څخه د خلکو د ملاتړ تر لاسه کولو لپاره جوړ شوى دى.

نوموړي د هېواد صنايعو ودې پر اهميت او د خلکو اقتصاد پر غوړېدو د ټينګار ترڅنګ وويل: "که موږ ټول د افغانستان له توليداتو او محصولاتو څخه ګټه واخلو، کاري زمينې پيدا کېږي؛ وزګارتيا له منځه ځي او امنيت خوندي کېږي."

له دې سربېره، رښتيا يادونه وکړه چې د دې نندراتون په جوړولو سره يو جشن هم په لار اچول شوى دى چې هېواد کې د تېرو جشنونو په څېر خلک د نندارې ترڅنګ، د هېواد کورني توليدات او محصولات هم وپېري.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، دا نندارتون د دوو ورځو لپاره د سهار له اتو د ماښام تر شبږو بجو دوام لري او ټول خلک ترې ليدنه کولى شي.

د "خصوصي  متشبثينو (پانګوالو) د عالي مشورتي بورډ" مشر رحيم اغا او د دې نندارتون د جوړوونکو له ډلې يو تن وويل: "افغانستان کې له څو لسيزو وروسته د افغانانو په نوښت دا ملي جشن ترسره کېږي؛ ځکه پخوا دا ډول جشنونه د داوود خان او ظاهرشاه په وخت کې دود وو."

نوموړي همداراز پر يو شمېر دولتي چارواکو او د ملي شورا استازو باندې نيوکه وکړه او ويې ويل چې هغوى ته بلنه ورکړل شوې وه، خو حاضر نه شول چې دې مراسمو کې ګډون وکړي.

د خصوصي پانګوالو عالي مشورتي بورډ مشر په وينا، اوسمهال افغانستان ته  ٩٥ سلنه مصرفي توکي له نورو هېوادونو څخه واردېږي، نو له دې کبله اړينه ده چې د کورنيو توليداتو پياوړتيا لپاره ډېر کار وشي.

د "افغانستان صنايعو ټولنې" مرستيال جبار ساپي او يو تن چې د توليدي توکو برخه يې په دې نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړې ده، پژواک ته وويل چې د دولت د ملاتړ په صورت کې به کورني توليدات وده وکړي.

د هغه په خبره، که د افغانستان له کورنيو صنايعو څخه پوره ملاتړ وشي، زياتې کارخانې به جوړې او بېرته فعالې شي او د وزګارتيا په کمښت سره به امنيتي وضعيت هم سم شي.

٣٥ کلنه ملکه چې له خپلو درېيو ماشومانو سره دې نندارتون ته راغلې وه، وويل چې بابر بڼ کې د دې نندارتون د جوړېدو له نوښت څخه خوشحاله ده.

login or register a new account.