کابل (پژواک،د لړم لومړۍ نېټه، ٩٥): سرچينې وايي چې د طالبانو د قطر دفتر يوه لوړ پوړي پلاوي اسلام اباد ته سفر کړى او له افغان حکومت سره يې د وروستيو خبرواترو راپور له پاکستانيو چارواکو سره شريک کړى دى.
بريتانوۍ ورځپاڼې (ګارډين) څو ورځې مخکې راپور ورکړى و چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د افغان حکومت او طالبانو د کويټې شورا د پلاوي ترمنځ په قطر کې د طالبانو په سياسي دفتر کې دوه ځلې د سولې په اړه خبرې اترې شوې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دې خبرو کې د افغانستان د ملي امنيت رييس معصوم ستانکزي او د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر ورور ملا منان اخوند چې د کويټې شورا غړى هم دى، ګډون کړى دى.
يادې ورځپاڼې اوس په يو بل راپورکې ويلي چې د طالبانو د قطر دفتر يوه لوړ پوړي پلاوي اسلام اباد ته سفر کړى او له پاکستانيو امنيتي چارواکو سره يې له افغان حکومت سره د خبرو اترو معلومات شريک کړي دي.
يادې ورځپاڼې د دوو طالب لوړپوړو سرچينو په حواله خبر ورکړى چې د طالبانو د قطر دفتر درې کسيز پلاوي تېره اوونۍ اسلام اباد ته سفر کړى و.
سرچينې زياته کړې چې په دې پلاوي کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په پاکستان کې د طالبانو سفير مولوي شهاب الدين دلاور، د طالبانو د واکمنۍ د مهال يوه وزير ملا جان محمد مدني او د هغه مهال د طالبانو د پوهنې مرستيال وزير ملا عبدالسلام شامل دي.
طالبانو ته يادې نږدې سرچينې دغه راز زياته کړې چې د قطر په وروستيو خبرو کې امريکايي ديپلومات هم برخه اخيستې وه او له طالبانو سره يې نېغ په نېغه خبرې هم کړې دي.
سرچينې ادعا کړې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له افغان حکومت او امريکا سره د خبرو اترو د پروسې د ګړندي کولو سپارښتنه کړې ده.
ګارډين ورځپاڼې د طالبانو د سرچينې په حواله ليکلي، پاکستان او د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه به په تدريجي ډول دې پروسې سره يوځاى کېږي، خو د پاکستان ګډون مهم دى، ځکه هغوى په افغان مسئله کې دخيل دي.
بلخوا امريکايي اژانس ( اى پي) په پاکستان کې د افغان سفير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال له خولې دا سفر او ليدنې تاييد کړي، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.
خو ورځپاڼې د غربي سرچينو په حواله ليکلي چې اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي سفر د قطر له وروستيو خبرو اترو سره تړاو نه لري.
د سرچينې په وينا، د طالبانو پلاوي وخت ناوخته اسلام اباد ته له معمول سره سم سفرونه کوي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن