کابل (پژواک ٢٩ مرغومى ٩٥): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تيفا) پر هغه څه چې د ټاکنو په چارو کې د حکومت د مشرانو لاسوهنه بلل کېږي؛ نيوکه وکړه او وايي، حکومت تر اوسه پورې د ټاکنو ترسره کولو ته د حکومت په کار کې لومړيتوب نه دى ورکړى او د حکومت مشرانو ته خپلې ګټې مطرح دي.
د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تيفا) مشر محمد نعيم ايوب زاده، نن په خبري ناسته کې وويل، له ټاکنيز وضعيت د تيفا موندنې ښيي چې اوسني سياسي ټيمونه د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه کوي.
نوموړي د ټاکنيزو پلانونو د عملي کولو لپاره د پوره مالي سرچينو نه شتون، د ټاکنيزو کميسيونونو د مالي خپلواکۍ نشتوالى او د کميسيون د کمو لګښتونو لپاره د حکومت له پرېکړې د اغېزمنتيا په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، د حکومت له چلند معلومېږي چې د ټاکنو ترسره کولو ته حاضر نه دى.
ايوب زاده وويل: "حکومت بايد خپلې طرحې پر ټاکنيزو کميسيونونو تحميل نه کړي او د ټاکنو په لړۍ او پرېکړو کې بايد لاسوهنه ونه کړي او دغه راز د هغو کسانو له لاسوهنې مخه ونيسي چې په مستقيم يا غيرمستقيمه توګه په دغه کار بوخت دي."
د تيفا مشر د ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې د حکومت نه پاملرنه او دغه راز د مالي او تخنيکي ملاتړ لپاره د نړيوالې ټولنې د پرېکړې نه شتون د ټاکنو په برخه کې دوه ستر ګواښونه وبلل او ويې ويل، يادې ستونزې لا هم د رڼو ټاکنو په ترسره کولو کې ستر خنډونه دي، چې د دغو ننګونو دوام د راتلونکو ټاکنو بشپړتيا او اصلاحاتو رامنځته کولو ته ډېر ګواښونه رامنځته کولى شي.
دغه راز نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د ټاکنيزو کميسيونونو نوي غړي واحد فکر نه لري او د ټاکنو له تخنيکي لړۍ سره سياسي چلند کوي، وويل چې د ټاکنو کمېشنران بايد د ټاکنيزو مسايلو په اړه سياسي چلند ونه کړي.
نوموړي له ټاکنيزو کميسيونونو وغوښتل، چې د ټاکنيزو اصلاحاتو عمده فعاليتونه لکه د رايه ورکوونکو د نوملړ چمتو کول، د ټاکنيزو حوزو په نښه کول او امنيتي ارزونه پيل کړي او خپلې کړنې بايد د رسنيو له لوري له خلکو سره شريکې کړي.
نوموړي، پخوانيو ټاکنيزو کميسيونونو کې د اخلاقي فساد پر موجوديت هم نيوکه وکړه او ويې ويل، په پخوانيو کميسيونونو کې دا ډول قضيې موجودې وې چې بايد تعقيب شي، که چېرې دا کار ونه شي، نو د دې موضوع د ډېرېدو امکان شته.
ايوب زاده د خپلو خبرو په دوام کې ادعا وکړه، چې د ټاکنيزو کميسيونونو پخواني کمېشنرانو د کميسيونونو د دفترونو له سپارلو وړاندې ټول تخنيکي توکي، کمپيوټرونه او فرشونه له ځانه سره وړي دي.
نوموړي د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: "په تېرو څوارلسو کلونو کې پر ټاکنيزو کيمسيونونو ډېر لګښتونه وشول، خو د سپارلو پر مهال تر دې چې د دغه کميسيون يو شمېر دفترونو فرش هم نه درلود."
نوموړي زياته کړه، په تېره دوره کې هم ورته حال و.
خو د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون پخواني منشي نادر محسني پژواک ته وويل، د ولسمشر غني د حکم پر بنسټ د ټاکنيزو کميسيونونو پخواني کمېشنران له مادي، اداري او امنيتي امتيازاتو برخمن دي او اوس د دوى په واک کې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن