کابل (پژواک، ٥ کب ٩٥): يوه ډله پخواني طالب چارواکي سعودي عربستان ته په غير رسمي سفر تللي خو ويل کېږي چې د سعودي له چارواکو سره هم پر سولې خبرې کوي.
سعودي ته تللي طالب پلاوي ته يوې نږدې سرچينې د کب په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه سفر کې د طالبانو د واکمنۍ د بهرنيو چارو وزارت مرستيال عبدالرحمن زاهد، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال عبدالرحمن هوتک، د طالبانو د مرستيال ملا رباني ورور شيخ احمد رباني، مولوي مسلم حقاني، ملا نصرالله شيخ محمود، شيخ عبدالرشيد او ځيني نور شامل دي.
سرچينې زياته کړه چې دغه کسان د سعودي عربـستان د حرمينو د ادارې د مشر او د حرم شريف د پخواني ملا امام شيخ سديس له خوا غیر رسمي بلل شوي دي.
خو سعودي ته د طالبانو د تللي پلاوي دغه سرچينه وايي چې دوى به له چارواکو سره د مسلمان امت پر ستونزو او د افغانستان د سولې پر پروسې هم خبرې کوي.
له طالبانو څخه د جلا شوې ملا رسول ډلې د شورا پخوانى غړى او وياند عبدالرحمن نيازي له پژواک اژانس سره په يوه ټيلېفوني اړيکه سعودي ته د يادو کسانو تګ تاييد کړ.
هغه زياته کړه: ((سعودي ته د تللي پلاوي له ځينو غړو سره مې همدا نن ټيلېفونې خبرې کړې، هغوى په اصل کې د عمرې لپاره تللي، خو کېداى شي له ځينو چارواکو سره ليدنې هم وکړي.))
خو نوموړي وويل چې دوى د طالبانو د کومې ډلې په استازيتوب نه دي تللي، بلکې په شخصي توګه تللي دي.
طالب ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن