جلال اباد(پژواک، ٢٩ غويى ٩٦): يو سیمه ییز پوليس تېره شپه د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ خپل پنځه په خوب ويده ملګري وژلي او له وسلو سره له سيمې تښتېدلى دى.
د غني خېلو ولسوال عبدالوهاب پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ د مارکو بازار سيمې په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
د ده په وينا، ياد پوليس هغه مهال چې د پهرې نوبت يې و، خپل ملګري په ډزو وژلي او د وژل شويو کسانو وسلې يې هم له ځان سره وړي دي.
دى وايي، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پوليس به د دولت له وسله والو مخالفينو سره يو ځاى شوى وي او که که نه، خو زياتو ي چې دا ډول کار هرو مرو د وسله والو مخالفينو په ملتيا کېږي.
د سيمې يو تن قومي مشر چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې دغه پوليس د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکی دی او له وسله والو مخالفينو سره د اړيکې له مخې يې دا کار کړی دی.
د هغه په وينا، له دې امله چې په اچين کې د داعش وسله وال فعاليت لري، کېداى شي چې ياد پوليس هم له داعش سره يو ځاى شوى وي.
تر اوسه د دولت وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په تېرو څو ورځو کې دويمه ورته پېښه ده، چې ننګرهار کې رامنځته کېږي.
څلور شپې وړاندې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې هم يو پوليس خپل دوه ملګري وژلي و او خپله په ټپي حالت کې وسله والو طالبانو ته ورغلى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن