کابل(پژواک، ١٥ زمرى ٩٦): په راتلونکې يوه نيمه مياشت کې به په افغانستان کې د رادار د نوي سيسټم په لګولو سره د افغانستان فضا لا ډېره خوندي شي او الوتنو ته به د زياتو اسانتياوو د برابرولو له لارې د دولت په عوايدو کې لوړوالى راشي.
رادار (Radar) د (Radio Detection and Ranging) له لومړۍ کلمې اخيستل شوې چې د راډيويي واټن د کشف معنى لري. دا اصطلاح د امريکا سمندري ځواکونو په ١٩٤١کال کې وړانديز کړه او شاوخوا ٧٦هېوادونو ومنله.
د افغانستان د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې عمومي مشر محمودشاه حبيبي، نن کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل چې نن سهار يې د دغه سيسټم د لګولو قرار داد د فرانسوي(تاليس) شرکت له استازي واليکسز ډالي سره په ارګ کې د ولسمشر محمد اشرف غني په شتون کې لاسليک کړ.
د نوموړي په خبره، د دغه سيسټم د لګولو لګښت ٢٤ ميليون يورو کېږي چې د ساتنې او مراقبت کلنى لګښت يې نږدې ٩ ميليون يورو کېږي چې د افغان حکومت له لوري ورکول کېږي.
هغه وويل چې تر اوسه پورې کابل، کندهار او د پروان بګرام کې د رادار سيسټم شته او دا ولايتونه يې تر پوښښ لاندې نيولي دي، خو د ياد شوي فرانسوي شرکت سره د قرار داد له مخې، څو نور سيسټمونه په شپږو اوونيو کې په کابل کې لګول کېږي چې ټول هېواد به تر پوښښ لاندې راولي.
د نوموړي په خبره، د دغه سيسټم په لګولو سره به د افغانستان فضا لا خوندي شي، الوتکې به وکولى شي چې تر ٢٩ زره فوټ ارتفاع پورې الوتنه وکړي او د افغان دولت عوايد هم د هوايي حريم له اړخه په کلني ډول له څلوېښت ميليونو نه ٥٠ ميليون ډالرو ته لوړ شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن