کابل (پژواک، ١٩ سلواغه ٩٦): پاکستان کې د ټولو ظلمونو او زور زياتي پر خلاف، د پښتنو اعتراض او لاريون اتمې ورځې ته ورسېد خو تر اوسه هم په دې اړه د پاکستان له حکومت سره نتيجې ته نه دي رسېدلي.
له اتو ورځو راهيسې زرګونو پښتنو په کراچۍ ښار کې د پوليسو د يوه ځايي مشر راو انوار له خوا د وزيرستان د يوه پښتون ځوان مدني فعال نقيب الله مسيد د وژلو په غبرګون کې احتجاجي لاريون او ناسته پيل کړې ده.
نقيب الله چې په کراچۍ ښار کې يې کاروبار کاوه، د پوليسو له خوا تر تښتول کېدو وروسته په جعلي نښته کې ووژل شو، د پاکستان سترې محکمې د دې قضيې څېړنه پيل کړې او د (راو انوار) په نامه د پوليسو د تورن مشر د نيولو حکم يې کړى، خو هغه چېرې پټ شوى دى.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير خاقان عباسي د اړوندې موضوع په اړه د پښتنو له مشرانو سره ليدلي دي.
ويل کېږي چې په دې ليدنه کې دواړه لوري کومې پايلې ته نه دي رسېدلي خو لاريون کوونکي ټينګار کوي چې د خپلو برحقه غوښتنو تر منل کېدو پورې به لاريون ته دوام ورکوي.
په دې کتنه کې عباسي ويلي: ((له ټولو امکاناتو به کار واخلم چې د کراچۍ د پولیسو مشر راو انوار را پيدا کړم.))
خو سره له دې هم په پاکستان کې اعتراضونه دوام لري او ټول احتجاج کوونکي په یوه خوله د پښتنو د قاتلانو د نیولو او ازادۍ غوښتنه کوي.
اعتراض کوونکي ټولو پښتنو ته، که په هر ګوند او نظریې پورې تړاو لري، د وینا او نظر څرګندولو حق ورکوي خو خپلې غوښتنې په کوم سیاسي ګوند پورې نه محدودوي.
بل لور ته تېره ورځ د نقيب الله مسيد د وژنې په تور نيول شوو پوليسو په محکمه ويلي چې د مسيد په وژنه کې لاس نه لري او دغه کار نورو کسانو کړى دى.
د نقیب مسید پر وژنه تر اوسه د راو انوار په ګډون ۲۱ پولیس افسران تورن پېژندل شوي چې له هغوی څخه تر اوسه یواځې شپږ نیول شوي او د راو انوار په ګډون نور يې ورک دي.
بل لور ته د افغانستان د سولې عالي شورا چارواکي په پاکستان کې د پښتنو پورته کېدل د سولې د روان بهير لپاره اغېزناک بولي او ټينګار کوي چې خلک بايد د سولې راوستو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
دغه څرګندونې د سولې عالي شورا اجرائيه رييس محمداکرم خپلواک په خپله ټويټرپاڼه کې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن