کابل (پژواک، ١٨ ورى ٩٧) : دامريکا په واشنګټن کې د افغانستان په اړه د تاشکند نړيوال کنفرانس وارزول شو.
په واشنګټن کې د افغانستان سفارت وايي چې دا غونډه د افغانستان او ازبکستان د سفارتونو په کوربه توب جوړه شوې وه چې په کې د دواړو هېوادونو سفيرانو او نورو مسوولينو ګډون کړى وو.
د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز په دغه غونډه کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار مرستیالې مېرمن لیزا کورټیس، د اسیايي چارو ريیس جسټین کولبرټ، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیالې هینري اینشر، د قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان، قرغزستان او تاجکستان سفیرانو، د څېړنیزو بنسټونو استازو او ګڼ شمېر پخوانیو لوړپوړو امریکايي چارواکو ګډون درلود.
سرچينې زياته کړې، ویناوالو د تاشکند نړیوال کنفرانس د مهمو ټکو په اړه په افغانستان کې د سولې پر پروسه، امنیتي همکارۍ او سیمه ییز اتصال تمرکز وکړ.
دوى د خپلو اړوندو بنسټونو او ادارو په استازولۍ له کنفرانس څخه ملاتړ څرګند او د پرېکړو د پلي کېدو په موخه یې خپل نظرونه وړاندې کړل.
د افغانستان سفیر ډاکټر حمدالله محب، د تاشکند کنفرانس د پایلو د تعقیب او ټاکلو موخو ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت ژمنتیا په ډاګه کړه.
هغه د سوېلي اسیا لپاره د امریکا د متحده ایالتونو د ستراتیژي بریا او سیمه ییز موثریت ته اشاره او د ازبکستان د همکاریو ستاینه یې وکړه.
د یادونې ده چې د نږدې شلو هېوادنو او نړیوالو سازمانونو د لوړپوړو استازو په ګډون، د تاشکند نړیوال کنفرانس نږدې دوه اوونۍ وړاندې د مارچ پر ۲۶ او ۲۷ مه نېټه، د ازبکستان په کوربه توب له افغان حکومت سره په ګډه جوړ شوی و چې په کې د افغانستان د سولې پر پروسې، امنیتي همکارۍ او سمیه ییز اتصال تمرکز شوی و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن