هرات ښار (پژواک، ١٢ لیندۍ ٩٧): چارواکي وايي، د هرات د پاشدان بند ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې او پر کانالونو یې کار روان دی.
دا خبره نن د هریرود ــ مرغاب حوزې رییس نور احمد بارز خبري ناستې ته وکړه.
هغه زیاته کړه، د پاشدان د اوبو بند د ۱۴ زره هکتاره کروندې د اوبو لګولو سربېره د دوه مېګا واټه برېښنا د تولید او ۴۵ مېلیون متر کعب اوبو د زېرمه کولو توان لري.
هغه وايي: ((له دې مخکې چې هېوادوال شرکت کار پیل کړي، د دغه بند کار له ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنه مخکې تللی وو، خو زموږ بیا کتنه ښيي چې د دغه بند ۳۰ سلنه چارې بشپړې شوې او همدا اوس په کې ۳۰۰ عادي او تخنیکي کسان کار کوي.))
دا په داسې حال کې ده چې د هرات د ولایتي شورا څو تنه غړي د دغه بند د جوړېدو په چارو کې له سستۍ اندېښنه څرګندوي.
دوی له حکومت څخه غواړي چې د دغه بند د کارونو د چټکتیا لپاره دې عملي ګامونه واخلي.
د هرات د ولایتي شورا غړي غلام حبیب هاشمي وویل، دغه شرکت د بند پاشدان د کارونو توان نه لري.
په هرات کې د اقتصادي چارو کارپوه بشیر احمد ابراهيمي بیا پر دې باور دی چې که حکومت په هېواد کې د اوبو د بندونو جوړلو ته جدي پاملرنه وکړي، د کرنې پر ودې سربېره به په هېواد کې اقتصادي وضعیت او کاري فرصتونه هم ښه شي.
هغه ټينګار وکړ چې په دې برخه کې عملي پروګرامونو ته اړتیا ده، نه د حکومت سمبولیکو ژمنو ته.
د دغه بند د رغونې چارې د ۱۱۷ میلیون ډالرو په ارزښت په ۱۳۹۰ کال کې پیل او ټاکل شوې وه چې تر درېیو کالو به یې چارې بشپړې شي، خو اوس د نږدې اوو کلونو له تېرېدو وروسته یې ۳۰ سلنه کار بشپړ شوی دی.
پاشدان له سلما وروسته د هرات د اوبو تر ټولو لوی بند دی چې د دغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې موقعیت لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن