کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٧): د هالنډ د دفاع وزيرې د افغان سولې د هلو ځلو ملاتړ وکړ او وايي چې هېواد به يې د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازدیګر د هالنډ د دفاع وزیرې مېرمن انا تیودورا برناردینا سره وکتل.
سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې ترسره شوه، دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ او کرنې، سولې او امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
ولسمشر غني د هالنډ د دفاع وزیرې ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول زیربنایي او د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې له امله مننه وکړه.
د هالنډ د دفاع وزیرې له ولسمشر څخه په مننې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې د هلو ځلو ملاتړ وکړ.
نوموړې په امنیتي سکتورکې د اصلاحاتو په برخه کې د دولت د اقداماتو، د سولې بهیر کې د هلو ځلو او د ښځو حقونو ته د پاملرنې قدرداني وکړه ويې ویل: د هالنډ خلک او حکومت به د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن