کابل (پژواک،۱۲ ورى ۹۸): د افغانستان مرکزي بانک په افغانستان کې د پاکستان د حبیب بانک د څانګې د فعالیت جواز لغوه کړی او د دغه بانک له افغان ګډونوالو یې غوښتي چې تر راتلونکو درېیو میاشتو دې له دې څانګې سره خپل حسابونه پاک کړي.
د افغانستان بانک ویاند ایمل هاشور وايي، د بانکدارۍ عالي شورا په افغانستان کې د پاکستان د حبیب بانک څانګې د فعالیت د لغوې امر صادر کړی؛ ځکه دغه بانک تل د افغانستان د بانکدارۍ له قوانینو سرغړونه کړې ده.
هغه وايي، دغه پرېکړه د یاد بانک له خوا د مرکزي بانک د قوانینو د نه رعایت او د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د هغه د کمزوري رول له امله شوې ده.
د نوموړي په خبره، د بانکدارۍ قانون له مخې، د ټولو هغو بانکونو پانګه چې په افغانستان کې فعالیت کوي، باید په افغانۍ وي، خو حبیب بانک له دغه قانونه سرغړونه کوله.
هغه زیاته کړه، د مرکزي بانک څېړنې ښيي چې حبیب بانک په تېرو دوو کلونو کې افغانانو ته ان دوه زره افغانۍ پور نه دی ورکړی.
هاشور د حبیب بانک له ګډونوالو وغوښتل چې له دغه بانکه دې تر راتلونکو درېیو میاشتو خپلې پيسې واخلي او حساب دې ورسره پاک کړي.
د یادونې ده، د پاکستان حبیب بانک په ۱۳۸۳ کال کې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی دی.
په ورته وخت کې حبیب بانک د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د افغانستان مرکزي بانک په کابل کې د حبیب بانک څانګې ته د ۲۰۲۰ کال تر جولای میاشتې د فعالیت جواز ورکړی، خو د ځینو قانوني ستونزو له امله په افغانستان کې خپل فعالیت بندوي.
سرچینې لیکلي چې دغه پرېکړه یې د افغانستان له مرکزي بانک سره په مشوره کړې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن