کابل (پژواک، ١٣ ورى ٩٨) : په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عاطف مشعل د پاکستان د مذهبي ډلې مشر مولانا فضل الرحمن سره د افغان سولې په اړه خبرې کړې دي.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له خوا د وري په ١٣مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې دواړو لوريو د سیمې پر روانو حالاتو، د افغانستان د سولې پر پروسې او د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پياوړتيا خبرې وکړې.
سرچينې زياته کړې، دغه راز د خبرو پرمهال دواړو لورو پر دې ټکي ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې پروسه بايد د افغانانو په مالکيت او افغان حکومت په مشرۍ پرمخ ولاړه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ګاونډي او نور هېوادونه باید د افغانستان ملي حاکمیت ته په درنه سترګه وګوري او همدارنګه د یوبل په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د يادونې ده، چې د پاکستان لومړي وزيرعمران خان څو ورځې مخکې په افغانستان کې د موقت حکومت د جوړېدو په اړه خبره کړې وه، چې د افغانستان د حکومت له کلک غبرګون سره مخ شو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير احضار کړ او په اسلام اباد کې د افغانستان سفير عاطف مشعل يې د مشورو لپاره کابل ته غوښتى و.
خو دپاکستان د حکومت له خوا تر سپيناوي وروسته افغان سفير بېرته اسلام اباد ته ولېږل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن