جلال اباد (پژواک، ۵ وږی ۹۸): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت پچيراګام او هسکې مېنې ولسواليو کې د ځانګړو کورنيو ځواکونو له لوري د عملياتو پرمهال اووه دعش وسله وال وژل شوي او ۹ نور يې ژوندي نيول شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ۵مه پژواک اژانس ته وويل، د دفاع وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو د دغه ولايت پچيراګام ولسوالۍ کې تېره شپه عمليات کړي دي.
دی وايي، د پچیراګام ولسوالۍ په سلیمانخېلو تنګي سیمه کې افغان ځانګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې شپږ داعشیان ووژل شوي.
هغه زياته کړه، همداراز یادو ځواکونو د هسکې مینې ولسوالۍ په مربوطاتو کې هم عملیات کړي چې پر مهال یې یو داعش وژل شوی،۹ غړي یې ژوندي نیولي او د دوی د وسلو یوه زېرمه یې تخریب کړې ده .
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په دې عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
بلخوا د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، داعش وسله وال د دغه ولايت له ډېرو برخو پاک شوي او اوس د پنځو ولسواليو په څو محدودو نقطو کې فعاليت لري.
د ننګرهار د والي وياند د معلوماتو پر بنسټ، د دغې ډلې وسله وال د اچين، نازيانو، پچيراګام، خوږياڼو او هسکې مېنې ولسواليو لرو پرتو سيمو کې موجود دي.
خو دی وايي، امنيتي ځواکونه د دغو وسله والو د بشپړ له منځه وړلو لپاره ځانګړي پلانونه لري چې په اړه به يې وروسته معلوماتو له رسنيو سره شريک شي.
داعش وسله والې ډلې د خپلو دغو جنګياليو د وژلو او نيول کېدو په اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن