Language

پروان کې یو موټربم کشف شوی او ورسره په تړاو شپږ کسان نیول شوي

چاریکار (پژواک، ۱۵ تله ۹۸): د پروان امنیه قومانداني په دغه ولایت کې پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره د یوه چمتو شوي موټربم له کشف او ورسره په تړاو د شپږو کسانو د نیولو خبر ورکوي.

د پروان د امنیې قومندانۍ د امنیت امر عبدالواسع ګلبهاري پژواک خبري اژانس ته وویل، یو سراچه موټر چې پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره تیار شوی و، د بګرام ولسوالۍ د «چینزي» سیمې په یوه باغ کې یې کشف کړی دی.

نوموړي چې نن سهار شاوخوا اته بجې او ۱۵ دقیقې یې خبرې کولې، وویل، د پولیسو د انجنیرۍ ډله د موټربم شنډولو لپاره سیمې ته تللې ده.

هغه له جزئیاتو پرته وویل چې په دغه موټر کې د چاودېدونکو توکو د ځای پر ځای کولو په تړاو یې شپږ کسان نیولي دي.

د پروان د والي ویاندې وحیدې شهکار د ګلبهاري د خبرو په تایید وویل چې یاد موټر سراچه دی او د شنډولو لپاره یې له کابله یو مسلکي ټېم ورغلی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې اړه به  نور جزئیات په یاد موټر کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو توکو له خنثی کېدو وروسته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې وږي میاشتې په ۲۶مه په یوه ځانمرګي برید په پایله کې چې د پروان ولایت د امنیتي ځواکونو د روزنیز مرکز مخې ته وشو، په داسې حال کې ۲۹ کسان ووژل شول او ۴۶ تنه نور ټپیان شول چې په دغه مرکز کې ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماند محمد اشرف غني ټاکنیزه غونډه روانه وه.

login or register a new account.