جلال اباد (پژواک، ۱۴ وری ۹۹) : د ننګرهار والي په تورخم ښارګوټي کې را ستنیدونکو کسانو د قرنطين په موخه د کمپلو، توشکو او بالښتونو را ټولیدو کمپاین پخپلې مرستې ترسره کولو سره پیل کړ.
د کرونا فنډ صندوق د پرانیستو او ورسره د لومړنۍ مرستې ترسره کولو وروسته د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په تورخم ښارګوټې کې را ستنیدونکو کسانو لپاره په قرنطین کې د ښې میلمه پالنې په پار د ښو توشکو، بالښتونو او کمپلو را ټولولو کمپاین د خپلې حجرې څخه د یادو توکو په ورکړې سره پیل کړ او له ټولو ننګرهار میشتو یې وغوښتل چې دوی هم د قرنطین کمپ سره د یادو توکو مرستې پیل کړي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د وري په ۱۴مه ولایت مقام کې د کنفرانس پر مهال وویل، د تورخم لویې لارې د احتمالي پرانیستو پر مهال یې په روغتیایي، خدماتي او امنیتي برخه کې خپل تدابیر پیل کړي،ترڅو د یادې لارې را ستنیدونکي ټول کسان د ۱۴ ورځو څخه تر ۲۱ ورځو پورې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه قرنطین کړي .
هغه زیاته کړه، هغه کسان چې په کوزې پښتونخوا یا پاکستان کې د لا زیاتې مودې د پاتې کېدو اسانتیاوې لري،هیله ده چې له راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د کرونا ویروس د خپریدو خطرات کم شي، خو هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د هرات پېښې تکراریدو د مخنیوي په موخه په جدي ډول را ستنیدونکي کسان قرنطین کیږي .
نوموړی وایي، تر دې وړاندې یې د کرونا فنډ صندوق پرانیستې کړې وه، ترڅو خلک ورسره په ملي او نړیواله کچه مرستې وکړي او دا مرستې د دې ولایت مستحقو کورنیو ته ورسوي،خو په خلکو یې غږ وکړ چې د هرې لارې کولای شي،خپلو سیمو کې مستحقو او اړمنو کورنیو ته مرستې ورسوي .
میاخېل په دې ولایت کې د کرونا ویروس د ۱۱ شکمنو پېښو د ثبت کېدو خبر ورکړ چې په وینا یې د لغمان اړوند بلال یوه پېښه یې مثبته، اووه یې منفي او دوه نور یې یوه په مرکز او بله یې په ننګرهار لابراتوار کې تر ټیسټ لاندې دي .
د ننګرهار والي په دې ولایت کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه ورځ تر بلې د خپلو تدابیرو له جدي کولو څخه هم خبر ورکړ .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن