کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۹۹): د پروان ولایت د مرکز اړوند په ګل غونډۍ سیمه کې د برېښنا شرکت د کارکوونکو پر موټر چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري.
پروان ولایت کې د برېښنا شرکت مشر روح الله ساجد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پروان حوزې اړوند د دغه شرکت د کارکوونکو موټر په سیمه کې خالي ولاړ و چې نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې چاودنه پرې وشوه.
هغه وایي چې موټر زیانمن شوی, خو چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
ده وویل چې د برېښنا شرکت کارکوونکي دغې سیمې ته د برېښنا د هغې پایې د جوړېدو په موخه ورغلي وو چې تېره شپه ناپېژانده کسانو په ماین الوځولې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار اووه لسمې ناحیې اړوند په چمتله سیمه کې هم یوه ورځ مخکې د برېښنا شرکت پر کارکوونکو دوه چاودنې وشوې او له امله یې د دغه شرکت څلور کسان ټپیان شول.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې, د شرکت دغه څلور کارکوونکي د برېښنا د هغې پایې جوړېدو ته چمتلې ته تللي وو چې د غویي په څوارلسم ماښام په ماین الوځول شوې وه.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په بېلابېلو سیمو کې د برېښنا پایې په ماینونو الوځول کیږي.
حکومت په دې تړاو شپږ کسان نیولي او یو یې په ۱۶ کاله بند محکوم کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن