فېروزکوه(پژواک، ۲۹ چنګاښ ۹۹): په غور کې چارواکي وایي،د یوه کس چاودېدونکو توکو چې غوښتل یې په دغه ولایت کې د ولسي پاځونکوونکو پر یوه مرکز ځانمرګی برید وکړي، موخې ته له رسېدو مخکي چاودنه کړې ده.
د غور د دولتیار ولسوال محمد موسی کلیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کس هوډ درلود څو ځان د دولتیار ولسوالۍ د شرشر سیمه د ولسي پاځونکوونکو مرکز ته ورسويخو ورسره چاودېدونکي توکې موخې ته له رسېدو وړاندېیادې سیمې ته نږدې وچاودېدل.
و هغه په خبره چې په دې پېښه کې ځانمرګی وژل شوی او بل چاته زیان نه دی اوښتی، خو د شاوخوا ځینو ودانیو شیشې او دروازې ماتې شوې دي.
د غور د دولیتان ولسوال د معلوماتو پراساس، دغه بریدګر د طالبانو له لوري د ملي اردو پر قرارګاهد برید په موخه ولېږل شوی و.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن