فيض اباد(پژواک، ١٤ وږى ٩٩): د بدخشان امنيه قومانداني وايي چې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او شپږ نور ټپيان دي.
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ وياند ثنا الله روحاني پژواک ته وويل چې دغه پېښه نن له غرمې وروسته يوه بجه ددغه ولايت د يفتل پايان په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده .
هغه زياته کړه (( پېښه هغه مهال د سرون په سيمه کې رامنځته شوه چې موټر چلوونکي غوښتل يو ناروغ کلينيک ته ولېږدوي ، چې په دغې پېښې کې يوه ښځه او يو ماشوم مړه شوي او شپږ نور کسان ټپيان شوي دي.))
ده په خبره ، چې ټپيان يې روغتون ته لېږدولي او تر درملنې لاندې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن