ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان، هلمند او فاریاب په پرتله هرات، کابل او نیمروز کې د کرونا پېښې ۱۵ برابره ډېرې دي

author avatar
4 Jan 2021 - 09:27
author avatar
4 Jan 2021 - 09:27

کابل (پژواک ۱۵ مرغومی ۹۹): د ثبت شویو شمېرو له مخې، په هرات، کابل او نیمروز کې له هرو ۲۷۸ کسانو یو تن، خو په اروزګان، هلمند او فاریاب کې له هرو څه باندې ۴۲۰۰ کسانو یو تن پر کرونا ناروغۍ اخته شوی دی.

سیمه ییزې سرچینې، هلمند کې خلکو ته د کرونا ویروس په اړه پوهاوی ورکول، د اراضي پراخوالی او له روغتیایی مرکزونو سره ډېر واټن؛ اروزګان کې د عامه پوهاوي نه شتون، ټولنیزو رسنیو ته د خلکو کم لاسرسی، د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ د معاینې په پایلو کې ځنډ، کرونا شرم بلل او داسې باور چې کرونا مسلمان نه نیسي؛ او فاریاب کې د کووېډ – ۱۹ ناروغۍ د معاینې په پایلو کې د ځنډ له امله پر روغتیایي مرکزونو بې باوري او دغه ناروغي یوه سیاسي لوبه بلل؛ هلته د نفوس په پرتله د کرونا ویروس د مثبت پېښو د لږ ثبت لاملونه بولي.

خو د عامې روغتیا وزارت د معاینې په پایلو کې ځنډ نه مني، او وایي په یادو درېیو ولایتونو کې ځکه لږ پېښې ثبت شوي چې له یوې خوا خلک روغتیایي سپارښتنې مراعات کوي او له بلې خوا ځینې کسان دغه ناروغي شرم بولي او روغتیایي مرکزونو ته مراجعه نه کوي.

دغه وزارت په کابل او هرات کې د نفوس ډېروالی د دغې ناروغۍ د مثبت پېښو د لوړې سلنې لامل بولي او وایي چې په هرات او نیمروز کې د نفوس په پرتله د ډېرو پېښو د ثبت یو لامل دا هم دی چې دغه دواړه ولایتونه له ایران سره – چېرته چې د کووېډ – ۱۹ ناروغي تر افغانستان مخکې هلته خپره شوه- پوله لري او پر دغه پوله قاچاقي تګ راتګ کېږي.

افغانستان کې د کووېډ – ۱۹ ناروغي

د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ لومړۍ مثبته پېښه د ۱۳۹۸ کال په کب میاشت کې ثبت شوه. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې (مرغومې میاشتې) تر اتمې په ټول هېواد کې ۵۲۴۲۸ مثبتې پېښې ثبت شوي او له دې ډلې ۲۱۹۵ تنه مړي شوي او ۴۱۹۰۱ تنه بېرته روغ شوي دي. خو د یادونې وړ ده چې شاوخوا څلور میاشتې مخکې د عامې روغتیا وزارت یوې سروې ښودلې وه چې تر هغه مهاله په ټول هېواد کې شاوخوا لس میلیون کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

var divElement = document.getElementById(‘viz1609327074829’); var vizElement = divElement.getElementsByTagName(‘object’)[0]; vizElement.style.minWidth=’420px’;vizElement.style.maxWidth=’650px’;vizElement.style.width=’100%’;vizElement.style.minHeight=’587px’;vizElement.style.maxHeight=’887px’;vizElement.style.height=(divElement.offsetWidth*0.75)+’px’; var scriptElement = document.createElement(‘script’); scriptElement.src = ‘https://public.tableau.com/javascripts/api/viz_v1.js’; vizElement.parentNode.insertBefore(scriptElement, vizElement);

په ټولیزه توګه افغانستان کې د دغې ناروغۍ مثبتې ثبت شوې پېښې، د هېواد د ټول نفوس څه باندې ۰،۱۳ سلنه جوړوي، خو سلنه یې په هر ولایت کې توپیر کوي.

د هېوا په لوېدیځ کې له ایران سره پر پوله پروت هرات ولایت څه باندې ۲،۱۴ میلیونه نفوس لري او تر اوسه د کرونا ویروس ۸۴۱۸ مثبتې پېښې  چې د نفوس په پرتله نږدې ۰،۳۹ سلنه جوړوي – ثبت شوې دي؛ د هېواد پلازمېنه کابل څه باندې۵،۲ میلیونه نفوس لري او د یادې ناروغۍ ۱۸۰۰۷ مثبتې پېښې (د ټول نفوس ۰،۳۵ سلنه)  په کې ثبت دي او له ایران سره پر پوله بل پروت ولایت نیمروز څه باندې ۱۸۳ زره نفوس لري او هلته د یادې ناروغۍ ۶۱۱ مثبتې پېښې ( د ټول نفوس ۰،۳۳ سلنه) ثبت شوې دي.

خو په اروزګان، هلمند او فاریاب ولایتونو کې د نفوس په پرتله تر نورو ولایتونو د یادې ناروغۍ لږ پېښې ثبت شوې دي.

اروزګان

اروزګان چې د هېواد له مرکزي ولایتونو څخه دی، شاوخوا ۱۲۵۰۰ کیلومتره مربع مساحت او څه باندې ۷۷۵ زره نفوس لري.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د مرغومې تر اتمې په دغه ولایت کې ټولې ۱۴۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې د ټول نفوس څه باندې ۰،۰۲ سلنه جوړوي. د ثبت شویو شمېرو له مخې په دغه ولایت کې پر کرونا له اخته کسانو پنځه تنه مړه شوي دي.

د دغه ولایت د عامې روغتيا رييس ډاکتر عبدالغفار وطنوال وايي، نا امني، د عامه پوهاوي نه شتون، په ځنډ د کرونا د ټسټ د پایلو وررسېدل او اجتماعي رسنيو ته د ډېرو خلکو نه لاسرسی، د دې سبب شوی چې اروزګان کې د کرونا د ناروغانو د ثبت شویو پېښو شمېر کم شي.

وطنوال وايي، لا هم دغه ولايت کې د کرونا ازموينی لپاره لابراتور نه شته او هغوی ټول سمپلونه د معاینې لپاره کندهار ته استوي. خو دی زیاتوي چې د تېر په پرتله اوس ډېر کسان د دغه ولایت د کرونا روغتون ته مراجعه کوي.

د اروزګان یو تن مدني فعال جاوېد خپلواک، دغه ولایت کې د کرونا ویروس د لږ شمېر مثبتو پېښو د ثبت په اړه وايي:« دا ټولنه سنتي ده، ځینې ديني عالمانو تبلغات وکړل او ویې ویل چي کرونا يواځې کفار نيسي او مسلمانان نه پرې اخته کيږي؛ له همدې امله اروزګان کې کم شمېر خلک روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کوي.»

د هغه په وینا، له ناروغانو سره د مجرمينو په څېر چلند او د ځینو خلکو له خوا پر دغې ناروغۍ اخته کېدل شرم بلل، هم د دې لامل شوي چې ډېر په کرونا اخته کسان روغتون ته مراجعه نه کوي او له درملتونونو په خپل سر درمل اخلي.

هلمند

تر اروزګان وروسته له دغه ولایت سره پر پوله پروت هلمند ولایت کې هم تر نورو ولایتونو لږ د یادې ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

هلمند د افغانستان سوېل لوېدیځ کې پروت ولایت دی چې٦١٨٢٩ کيلومتره مربع مساحت او څه باندې یو عشاریه څلور میلیونه نفوس لري.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې (مرغومي) میاشتې تر اتمې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس ۳۲۷ مثبتې پېښې ثبت شوي چې د ټول نفوس ۰،۰۲ سلنه جوړوي. 

د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالاحد حازم هلته د کرونا ویروس د لږ پېښو د ثبت په اړه وایي چې د دغه ولايت اراضي ډېره پراخه ده او په سيمو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره نه ده.

حازم په دغه ولایت کې د کرونا ویروس د مثبتو ثبت شویو پېښو د کموالي یو لامل دا هم بولي چې هلته ۱۰۸ روغتيايي مرکزونه دي او په هر مرکز کې د ځانګړي ټيم له خوا خلکو ته د کرونا په اړه پوهای ورکول کیږي، خلک روغتیایي سپارښتنې مراعات کوي، ډېر د ګڼې ګوڼې ځایونو ته نه ځي؛ ځکه چې خپلو کروندو کې پر کار بوخت وي، له دې امله چې فزیکي کارونه کوي د بدن مقاومت یې هم لوړ دی او یاده ناروغي يې دومره نه سختیږي چې روغتونونو ته مراجعه وکړي.

د هغه په وینا، کېدای شي د هلمند په ځينو سيمو کې لږ داسې کسان وي چې پر کوویډ – ۱۹ ناروغۍ اخته شوي وي، خو روغتيايي مرکزونو ته يې مراجعه نه وي کړي.

خو په هلمند کې د افغانستان د پرمختګ ټولني مشر صفي الله عزيزي د ځینو یادو عواملو د یادولو تر څنګ وایي:«زموږ په ولايت کې ډېرې داسې سيمې شته چې له مرکز څخه يې واټڼ ډېر زيات دی او خلک نه شي کولای روغتيايي مرکزونو ته راشي او تر څنګ يې ډېری سيمې د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې دي، چې هلته د سپمل اخيستل هم ناممکن دي؛ نو يادو علتونو ته په پام زموږ په ولايت کې د کرونا د مثبتو پېښو د ثبت کچه ډېره ټيټه ده.»

فاریاب

له هلمند وروسته فاریاب کې لږ پېښې ثبت شوې دي.

فاریاب د افغانستان په شمال کې پروت ولایت دی چې۲۷۹۲۲ کيلومتره مربع مساحت او څه باندې یو عشاریه یو میلیونه نفوس لري.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د روانې (مرغومي) میاشتې تر اتمې په دغه ولایت کې د کرونا ویروس ۳۱۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې د ټول نفوس ۰،۰۳ سلنه جوړوي.

د فارياب د عامې روغتيا رييس ډاکټر محمد نعيم مصمم وایي، په دغه ولایت کې د کرونا د ازموینې لابراتوار نه شتون یو له هغو لاملونو دی چې هلته د دغې ناروغۍ لږ پېښې ثبت شوې دي.

دی زياتوي:«سمپلونه د لابراتواري ازموينو لپاره د بلخ ولايت ته استول کيږي، خو د بلخ ولايت همکاري نه کوي او ازموينو پايلې له ۱۵ تر ۲۰ ورځو پورې له بلخ نه فاریاب ته رارسېږي او په دې موده کې ناروغان بېرته ښه کيږي… دغې چارې پر روغتونونو خلک بې باوره کړي، بې تفاوته شوي او روغتونونو ته مراجعه نه کوي..»

د فارياب د مدني ټولنو د شبکې منشي نظر محمد رضواني هم ورته څرګندونې کوي او د مثبت پېښو د لږ ثبت یو لامل دا هم بولي چې هلته خلک د کرونا پر شتون بې باوره دي او کرونا تر ډېره تبليغاتي او سياسي لوبه بولي.

د هغه په وینا، دا په داسې حال کې ده چې ډېر کډوال له ايران څخه فاریاب ته راستانه شوي، بايد د نورو ولايتونو په پرتله په فارياب کې د کرونا مثبتې پېښې ډېرې ثبت شوې وای.

د عامې روغتیا وزارت د وياند مرستيال نورالله تره کی بیا وایي چې په یادو ولایتونو کې د لږو مثبتو پېښو لامل دا نه دی چې  ګواکې هلته د کوويډ-۱۹ د معايناتو لپاره امکانات نه شته.

د ده په وینا، د هېواد په کچه په اووه زونونو کې د کرونا ویروس د ټيسټ مرکزونه فعال دي او په ورځ کې د ۵۰۰۰ ازموینو وړتیا لري. دغه راز هغه وویل چې په ټولو ولايتونو کې پر کرونا د اخته کسانو لپاره روغتونونه شته او په کافي اندازه اړین توکي لري.

تره کی وایي، دا امکان لري چې د ازموینې په کوم لابراتوار کې د یوې یا یوې نیمې ورځې لپاره اړین مواد کم شوي وي، خو تر دې ډېر وخت ازموینې نه ځنډېږي.

د هغه په وینا، په یادو درېیو ولایتونو کې ځکه د نورو ولایتونو په پرتله مثبتې پېښې لږ ثبت شوي چې په بهرنیو هېوادونو کې یې کسان کم دي او له بهر نه دغو ولایتونو ته راغلو کسانو قرنطین او روغتیایي سپارښتنې مراعات کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خپور شوى او خلک له نورو ولایتونو یادو درېیو ولایتونو ته هم سفرونه کوي.

تره کي زياته کړه:«بل ستر لامل دا دی چې په اکثرو لرې پرتو سيمو کې خلک د کوويډـ۱۹ پر ناروغۍ شرمېږي او نه غواړي خلک پرې خبر شي، له بده مرغه ناروغان هغه مهال روغتونونو ته مراجعه کوي چې روغتيايي وضعيت یې ډېر خراب شوی او ان وېنټيلاټور ته يې اړتيا پېښه شوې وي.»

د عامې روغتيا وزارت مرستيال وياند د هرات، کابل او نیمروز ولایتونو کې د نفوس په پرتله تر نورو ولایتونو د ډېرو پېښو د ثبت په اړه وایي:«په کابل کې د ۳۴ ولايتونو اوسېدونکي ژوند کوي، ګڼه ګوڼه او د خلکو تګ راتګ ورته ډېر دی. هرات له ګاونډي هېواد ايران سره پوله لري، د خلکو تګ راتګ له ایران سره په ځانګړي ډول له قاچاقي لارو ډېر دی، د کرونا لومړۍ مثبته پېښه هم په هرات کې ثبت شوه او نفوس يې هم ډېر دی؛ نيمروز هم سرحدي ولايت دی له ګاونډي هېواد (ایران) سره یې د وګړو تګ راتک ډېر زيات دی.»

د کرونا ویروس تر افغانستان مخکې په ایران کې خپور شو او ورسره له دغه هېواد نه ګڼ شمېر افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه شول.


دغه څېړنیز راپور د اروپايي ټولنې په مالي مرسته چمتو شوی دی؛ یوازې پژواک یې د منځپانګې

مسوولیت لري او د یادې ټولنې نظر نه څرګندوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.