Language

خوست ښار (پژواک ٣ لړم٩٠): د خوست ولايت د غلام خان او د پاکستان د ميرانشاه ترمنځ ترانزيټي لار به ژر خلاصه او په رسمي ډول به يې پرانېسته وشي.

 د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدی نن د لړم په ٣مه، د خوست ولايت ته د سفر پرمهال د ياد شوي ولايت د مېلمستون په ودانۍ کې په جوړه شوي غونډه کې ګډون وکړ، چې ګڼ شمېر دولتي چارواکو، قومي مشرانو، په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازو، علمای کرامو او د مدني ټولنو استازو په کې برخه اخيستي وه.

 د خوست والي عبدالجبار نعيمي په ياده شوې غونډه کې وويل، چې د خوست او پاکستان ترمنځ د ترانزيت ستونزه دې هواره، د برېښنا ستونزه دې حل، صنعتي پارکونه دې جوړ او د وچو مېوو د پاکوالي او خرڅلاو په موخه دې نړيوال مارکېټ په خوست کې جوړ کړی شي.

 نعيمي زياته کړه، خوست چې يو کرنيز ولايت دی، اتيا په سلو کې وګړی يې د کرنې او مالدارۍ له لارې خپل ژوند پر مخ وړي؛ نو په کار ده چې د ځمکو د خړوبولو په موخه ورته بندونه ورغول شي.

 ده زياته کړه: ((ولايتي ادارې په تېره يوه مياشت کې ۱۹۵ ميليونه افغانۍ عوايد لاسته راوړي؛ خو زه ژمنه کوم که پورته يادې بنسټيزې پروژې پلې  شي، نو دولتي عوايد به په يوه مياشت کې ۳۰۰ ميليونو افغانيو ته ورسېږي.))

 نوموړي په خوست کې پر ملي سوداګرو غږ وکړ، چې د دغه ولايت په بيارغونه  کې فعاله ونډه واخلي.

 په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي ډاکټر ميربت منګل مرکزي دولت تورن کړ، چې تل يې له خوست سره د مور او ميرې چلند کړی دى.

 ده وويل، چې د خوست خلک له دولت سره نږدې پاتې شوي، تل يې د امنيت په راوستو کې ونډه اخيستې، په ملييونونو افغانۍ پانګونه يې کړې؛ خو بيا هم دولت په تېرو لسو کلونو کې هغه پروژې چې د خوست مېشتو ورته زياته اړتيا ده، نه دي پلې کړي.

 نوموړی زياته کړه، د خوست او ګردېز ترمنځ د لارې نه جوړېدل، د برېښنا نه شتون، د صنعتي پارکونو نه شتوالی،د لارې نه ترانزيتي کېدل او د دغه ولايت له درېيمې درجې څخه دويمې درجې ته نه پورته کول يې د يادولو وړ دي.

 د منګل په خبره، که مرکزي دولت د خوست له خلکو سره روان منفي چلند ته همداسې دوام ورکړي، نو کېداي شی زړه بدي شي او ورسره شته همکاري پرېږدي.

 د خوست د ولايتي شورا رييس مرادخان منګل بيا وايي، هر وخت چې خوست ته لوړ پوړي چارواکي راغلي، زياتې ژمنې يې کړي؛ خو عملي کړي يې نه دي.

 د ده په خبره، په خپلو ژمنو وفا نه کول د دې لامل شوی چې د ولس او دولت ترمنځ بې باوري او واټن رامنځ ته شي.

  د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزير انوارالحق احدي په خپلو خبرو کې وويل، چې د ويناوالو ټولې خبرې به د هېواد ولسمشر او د وزيرانو کابينې ته ورسوي.

 نوموړي ژمنه وکړه، چې د خوست د ترانزيت ستونزه به په راتلونکو درېيو مياشتو کې وروستۍ او پرانېسته به يې وشي.

 د ده په وينا، د خوست د ترانزيت کېدو لپاره ولسمشر اجازه کړې، پيسې ورته شته، نو اړينه ده چې کار يې پيل شي.

 ده زياته کړه، دى به د وزارت د ترانزيت لوی رياست ته دنده وسپاري، چې دغه موضوع د پاکستان له دولت سره شريکه او تعقيب يې کړي.

 نوموړي زياته کړه، په پلان کې لري چې له ټولو اړوندو وزارتونو سره هم په دې اړه مشوره وکړي، ترڅو د ترانزيت تاسيسات په يو ځای جوړ او سوداګرو ته اسانتياوې رامنځ ته شي.

 د هغه په وينا، د صنعتي پارکونو کار به هم په راتلونکي کال (۱۳۹) کې پيل شي.

 د احدي په خبره، د صنعتي پارکونو لپاره برېښنا ته زياته اړتيا ده، نو په کار ده د اوبو او برېښنا وزارت په دې برخه کې له دوى سره همکاري وکړي او د هغې برېښنا مزي خوست راوغځوي، چې له ازبکستان هېواد څخه اخيستل شوې ده.

 ده زياته کړه، چې په ځينو ولايتونو کې د صنعتي پارکونو په موخه په وېشل شوې ځمکه کې يو شمېر کسانو د اوسېدو کورونه جوړ کړي؛ خو تمه شته چې دا کار به په خوست کې نه تکرارېږي.

 د احدي په وينا، دا مهال په خوست کې امنيت ښه، سوداګري پراخه شوې او دى په ډاډ سره ويلاى شي، چې ډېر ژر به دغه ولايت د هېواد له نهو سوداګريزو مرکزونو څخه يو لوی مرکز واوسي.