Language

يک قوماندان طالب کشته و ١٥مخالف مظنون بازداشت گرديد

لښکرګاه-جلال اباد (پژواک ٢٢ لړم ٩٠): افغان او ايساف ځواکونو په هلمند او ننګرهار ولايتونو کې د يو لړ عملياتو پر مهال يو طالب قوماندان وژلى او ١٥شکمن مخالفين يې نيولي دي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوال اسرارالله قاري زاده د لړم په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې افغان او ايتلافي ځواکونو تېره ورځ د دغې ولسوالۍ د باريکاب، چهاردهي او شولوني په کليو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل.

د ولسوال په وينا، په يادو عملياتو کې، چې تېر ماښام پاى ته ورسېدل، ١١ تنه شکمن نيول شوي دي.

قاري زاده وويل، له نيول شوو څخه ٣٠٠٠ د پيکا او ١٢ د راکټ مرمۍ، يو ميل تومانچه، د وسايطو ضد يو ماين، يوه اندازه چاودونکي توکي او څو جوړې د ملي پوليسو او اردو جامې هم ترلاسه شوې دي.

ولسوال زياته کړه، چې په دغو سيمو کې به وسلوالو مخالفينو له نظامي يونيفورم او د شپې له تيارې څخه په ګټې اخيستو د تورخم-جلال اباد پر لويه لار، کورنيو او بهرنيو ځواکونو ته امنيتي سرخوږى پيدا کاوه.

ولسوال وويل، چې په نږدې راتلونکې کې به په سيمه کې پراخ چاڼيز عمليات ترسره شي.

په ختيځو ولايتونو کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته د عملياتو پخلى وکړ، خو سرچينې زياته کړه، چې له افغان ځواکونو سره په ګډه دغه عمليات د ايتلاف يوې ځانګړې قطعې ترسره کړي، چې برانکو لوا يې له جزئياتو خبر نه لري.

د يادونې ده، چې تېره ورځ افغان او ايتلافي ځواکونو په روداتو ولسوالۍ کې د شپې پاڼو ځړولو پر مهال درې تنه نيولي وو.

د يوه بل خبر له مخې، د هلمند د امنيه قوماندانۍ پوليسو څلور وسلوال مخالفين له ١٤کړۍ ماينونو سره نيولي دي.

د امنيه قوماندانۍ د كشف امر عبدالكريم پژواك اژانس ته وويل، چې دغه ماينونه يې د تېرې يوې اونۍ په اوږدو كې د لښكرګاه په مربوطاتو كې کشف کړي دي.

نوموړي زياته کړه، له دغو ماينونو سره په تړاو يې څلور تنه هم نيولي، چې د څېړنو او پوښتنو په موخه يې اړوند ادارو ته سپارلي دي.

د يوه بل خبر له مخي، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، چې تېره ورځ په ګرشك ولسوالۍ كې د ايساف په هوايي بريد كې د قهرمان په نوم يو طالب قوماندان وژل شوي دى.

د سرچينې په وينا، چې دغه طالب قوماندان په ياده سيمه كې د دولت او بهرنيو ځواكونو پر ضد کړنې ترسره كولې او له وژل کېدو سره به يې په سيمه كې امنيت ښه شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

PAJHWOK MOBILE APP

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر