زبان

آیا حساب کاربری در سایت پژواک ندارید؟

برای اشتراک اینجا کلیک کنید.

په غزني کې وسلې ، انسان تښتوونکى او غله ونيول شول

په غزني کې وسلې ، انسان تښتوونکى او غله ونيول شول

author avatar
8 Dec 2011 - 17:17
په غزني کې وسلې ، انسان تښتوونکى او غله ونيول شول
author avatar
8 Dec 2011 - 17:17

غزني( پژواک ١٧ ليندۍ ٩٠) : د غزني د ملي امنيت چارواکو په تېرو ٤٢ ساعتونو کې د دوولس ميله وسلو، يو انسان تښتوونکي او د درېيو غلو د نيولو خبر ورکړ.

 په غزني ولايت کې نن د (ليندۍ١٧ مه) نيول شوې وسلې، يوتن انسان تښتوونکى او نړيوالو ځواکونو لپاره د خوراکي توکيو موټر، چې درېيو تنو يې د غلا هڅه کوله ، خبريالانو ته وښودل شول.

 د غزني د ملي امنيت رييس سيد امير شاه سادات خبريالانو ته وويل، چې وسلې يې پرون مازيګر د ځانګړو عملياتو پر مهال د غزني د مرکز اړوند د منګور په کلي کې نيولې دي.

 په دې وسلو کې اته ميله کلاشينکوفونه، يو ميل پيکا او درې ميله لس ډزي ټوپک شامل و .

 د ملي امنيت رييس هغه تن هم رسنيو ته وښود، چې د غزني له ښار څخه يې د دايکنډي ولايت ته يوه نجلۍ تښتولې وه.

 نوموړي وويل، چې تښتوونکى نيول شوى، خو نجلۍ تر دې مهاله په دايکنډي کې ده، چې وروسته به هغه هم راوستل شي او خپلې کورنۍ ته به يې وسپاري.

 د ده په وينا، وړمه شپه يې د درېيمې امنيتي حوزې په سيمه کې د هغه موټر د غلا په تور درې تنه ونيول، چې د ايساف ځواکونو لپاره اکمالات کوي.

 نوموړي زياته کړه، چې نيول شوي کسان يې محبس ته لېږدولي او له خوراکي توکو بار اکمالاتي موټر به وروسته د ايساف لپاره د اکمالاتو مسوولينو ته وسپاري.

بازدیدها: 12

تماس با ما

ارسال گزارش

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

اپلیکیشن موبایل پژواک

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر