Language

د ١٢ وسلوالو طالبانو د وژلو خبر ورکړل شو

ترينکوټ (پژواک، ٨ چنګاښ ٩١): د اروزګان ولايت امنيتي چارواکو د ١٢ وسلوالو طالبانو د وژلو او لسګونو نورو د نيولو خبر ورکړ.

د اروزګان امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال ګلاب خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وسلوال طالبان د خاص اروزګان ولسوالۍ په شالۍ ناوه سيمه کې د عملياتو پرمهال وژل شوي دي.

هغه ادعا وکړه، چې په دې عملياتو کې ٨٥ وسلوال طالبان نيول شوي هم دي، چې اوسمهال تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

په اروزګان کې د کومانډويي ځواکونو د اتم کنډک مشر احمدالله پوپل وايي، چې ياد شوي عمليات سيمه ييزو پوليسو، کومانډو او ايساف ځواکونو په ګډه ترسره کړي دي.

خو د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي د خپلو کسانو وژنه نه تاييدوي او وايي، چې په ياده سيمه کې هېڅ ډول عمليات نه دي ترسره شوي.

احمدي پژواک ته وويل، چې نيول شوي کسان ټول عام خلک دي او له دوى سره اړيکه نه لري.