کابل ښار (پژواک ٧ زمرى ٩١): ولسمشر حامد کرزي د افغان ښځو د شبکې له یو شمېر غړيو سره په کتنه کې وويل، چې د ښځو اړونده ستونزې بايد د ښځو چارو وزات او ملي امنيت شورا له لارې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږل شي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه نن (د زمري ٧ مه) پژواک اژانس ته په راغلي خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې ،چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، د ښځو چارو وزیرې، د ملي امنیت سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر ريیس هم موجود وو، د افغان ښځو د شبکې ريیسې شېنکۍ کړوخېل، سمیرا حمیدي، د افغان ښځو د شبکې یو شمېر نورو غړيو او د مدني ټولنې د همغږۍ د مرکز ویاند حیات الله حیات خبرې وکړې.
سرچينه وايي، چې هغوی د ښځو لپاره، په ځانګړې توګه په مرکز او ولایتونو کې د مشرو مېرمنو د مصوونیت د خوندیتوب او په ټوله کې د ښځو د اداري او وظیفوي مصوونیت د تامین غوښتنه وکړه.
خبرپاڼه کاږي، چې د افغان ښځو د شبکې غړيو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ناوړه چلند په اړه خبرې وکړې او له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په لاره کې ګامونه پورته او د تاوتریخوالي عاملینو ته دې سزا ورکړي.
د سرچينې په وينا، ولسمشر حامدکرزي د افغان ښځو د شبکې د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، چې د ښځو د ستونزو د هواري لپاره باید مسایل په کتبي ډول د ښځو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا له لارې د جمهوري ریاست مقام ته ولېږل شي.
ولسمشر د مصوونو او غیر سیاسي ملکي خدمتونو اهمیت ته په پاملرنې سره وویل: ((د افغانستان لپاره یو له عمده کارونو څخه د هغو ملکي خدمتونو د بنسټ ایښودل دي، چې د هغو په رامنځ ته کېدو سره د ښځو حقونو ته لاسرسی زیاتیږي.))
نوموړي له ټولنیزو ستونزو څخه د ټولنې د ټولو قشرونو د راوتلو یواځینې لاره د علم او پوهې زده کول وبلل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP