Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په شمالي وزيرستان کې بې پيلوټه هوايي بريد پنځه تنه وژلي

اسلام اباد (پژواک ٢٨ زمرى ٩١): پاکستاني چارواکي وايي، چې د شمالي وزيرستان مېرانشاه ته نږدې د شوال تحصيل په شويي در سيمه کې پر يوه کور د امريکا د بې پيلوټه هوايي بريد له امله پنځه تنه وژل شوي دي.

د پاکستان يوه حکومتي چارواکي اکبرخان ځايي رسنيو ته په ورکړل شوو معلوماتو کې ويلي، چې دغه بې پيلوټه هوايي بريدنن  سهار وختي د ميرانشاه لوېديځ لور ته په ١٨٠ کيلومترۍ کې د شوال تحصيل په شويي در سيمه کې پر يوه کور شوى دى.

نوموړي زياته کړې، چې په دغه بريد کې پنځه تنه وژل شوي، خو د هغوى هويت يې نه دى په ډاګه کړى.

هغه ويلي، چې په دې پېښه کې د وژل شوو شمېر ښايي تر دې هم زيات وي.

ځايي سرچينې وايي، چې دغه بې پيلوټه بريد د وسلوالو پر يوه مرکز شوى خو رسمي سرچينې يې نه تاييدوي.

پر شمالي وزيرستان دغه ٢٥ بې پيلوټه هوايي بريد دى چې په کې تر اوسه شاخوا ٢٠٠ کسان وژل شوي دي.

دغه بريد په داسې حال کې پر ياده سيمه شوى، چې د دې سيمې په زياتره برخو کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ نمانځل کېږي.

همدا راز له بريد وروسته هم پر ياده سيمه بې پيلوټه الوتکې ګرځي چې د خلکو د وېرې لامل شوې دي.

د يادونې ده، چې په شمالي وزيرستان کښې د حافظ ګل بهادر د ډلې وسلوال شتون لري.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

آژانس خبری پژواک علاقمند است تا گزارش های شما را نشر کند. در صورت تمایل با کلیک کردن بر روی این لینک با ما تماس بگیرید.

PAJHWOK MOBILE APP

اپلیکیشن پژواک را بر روی تلفن هوشمند خود نصب کنید تا آخرین خبرهای ما را دریافت کنید. بیشتر