Language

د امریکا لوی درستیز افغانستان ته ورسید

کابل ( پژواک ۳۰ زمری ۹۱ ) : د امریکا لوی درستیز جنرال مارټن ډیمپسي، له خپلو قوماندانانو او افغان چارواکیو سره د خبرو په موخه کابل ته ورسېد.

امریکایي سرچینو ویلي ، چې په کابل کې به د امریکا د لوی درستیز د خبرو مهمه موضوع د افغان ځواکونو لخوا پر امریکایي او ناټو ځواکونو مخ په زیاتیدونکي بریدونه وي.

ټاکل شوې ، چې جنرال ډیمپسي په افغانستان کې د افغان چارواکیو تر څنګ ، د ناټو ځواکونو له لوی قوماندان جنرال جان الن او  دناټو او ایساف له نورو قوماندانانو سره هم وګوري.

دیادونې وړ ده ، چې د روان زیږدیز کال له پیل راهیسې د افغان ځواکونو یا د هغوى په جامو کې دوسلوالو کسانو لخوا پر امریکایي او ناټو ځواکونو ۳۰ بریدونه شوي ، چې  له امله یې شاخوا ۴۰ نړیوال سرتیري وژل شوي دي.

وروستى دا ډول بريد تېر ماښام د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې يو افغان پوليس وکړ . د ايساف ځواکونو ويلي ، چې په دې بريد کې د هغوى يو تن وژل شوى دى .

یواځې په تیرو دوو اونیو کې شاوخوا لس دا ډول بریدونه شوي دي.

دامریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا وړمه ورځ  له  ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې  پر دا ډول بریدونو ژوره اندیښنه وښوده او د مخنیوي غوښتنه یې وکړه.  

جنرال ډیمپسي کابل ته تر روانېدو مخکې په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې له  یادو بریدونو سره ، سره به تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو پر مهال وېش کې هیڅ بدلون نه راځي.

 ډیمپسي تیره اونۍ په واشنګټن کې د امريکا له دفاع وزیر لیون پنیټا سره په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو، چې په راتلونکې کې به افغانستان ته سفر کوي.