Language

کابل( پژواک ٢٥ وږى ٩١) : مجتبى پتنګ  د کورنيو چارو د وزير په توګه له ولسي جرګې څخه د باور رايه تر لاسه کړه.

ولسمشر حامد کرزي د وږي په ١٢مه د يوه ځانګړي فرمان له مخې ، بسم الله محمدي د ملي دفاع وزارت، مجتبي پتنګ د کورنيو چارو وزارت ، حاجي دين محمد د سرحدونو ، قومونو او قبايلو وزارت  او اسدالله خالد د ملي امنيت لوى رياست ته  نومولي  وو.

دې کسانو نن ولسي جرګې  ته خپل پلانونه وړاندې کړل او وروسته په جرګه کې ورته د رايو صندوقونو کېښودل شول .

د جرګې په نننۍ غونډه کې له حاضرو  ( ٢٤١ ) وکيلانو څخه   ( ١٢٩ ) تنو  لوى پاسوال مجتبى پتنګ ته  موافقه رايه ورکړه .