خوست ښار (پژواک ٢٣ مرغومى ٩١): چارواکي وايي، چې په خوست ولايت کې د کرومېټ ډبرو قاچاق بند شوى او استخراج يې په ټپه ولاړ دى.
د خوست ولايت د کانونو رييس انجنير لايق محمد د مرغومي په ٢٣مه پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دغه ولايت کې د کرومېټ ډبرو قاچاق په بشپړ ډول بند شوى دى.
نوموړي يې لامل د دغو ډبرو د بازار نشتوالى او په خوست کې د امنيتي ارګانونو فعاليت په ګوته کړ.
د هغه په وينا، پخوا به يادې ډبرې د سيمې خلکو په غير فني توګه په غرونو کې استخراجولې، په ټيټه بيه به يې په قاچاق وړونکو پلورلې او په قاچاقي ډول به له هېواده بهر ايستل کېدې.
د کانونو رييس وايي: ((کرومېټ ډبرې د خوست له غرنيو او قاچاقي لارو د پاکستان شمالي وزيرستان ميرانشا ته قاچاق او بيا له هغه ځايه کراچۍ ته وړل کېدې.))
د ده په خبره، په دې سره له يوې خوا د هېواد کانونو ته زيان رسېده او له بلې خوا دغه قيمتي ډبرې په کمه بيه پلورل کېدې.
د انجنير لايق محمد په وينا، د خوست د کرومېټ ډبرو د را ايستلو په موخه دې په لوړه کچه او په قانوني توګه قرارداد وشي.
دى وايي، چې که د دغو ډبرو په قانوني توګه قرارداد وشي، نو له يوې خوا به يې د قاچاق مخه ونيول شي او له بلې خوا به سلګونه بې کاره ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
ده زياته کړه، چې د کرومېټ ډبرې د تودوالي په مقابل کې ډېر مقاوت لري او له همدې امله د وسلو لپاره ترې د پولادو په جوړولو کې کار اخيستل کېږي.
نږدې شپږ کاله وړاندې د کرومېټ ډبرو قرارداد د ګنج حضور په نوم له يو خصوصي شرکت سره شوى و، خو بېرته د ناڅرګند علت له امله لغوه شو.
کرومېټ ډبرې د خوست په ځاځي ميدان، سپېره او تڼيو ولسواليو په غرونو کې پيدا کېږي.
د سيمې خلک هم وايي، چې په دغه ولايت کې د کرومېټ ډبرو استخراج او قاچاق بند شوى دى.
د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکي سراج ګل پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا د دې ولسوالۍ په غرنيو سيمو کې د خلکو له لوري د کرومېټ ډبرې استخراجيدې.
نوموړي زياته کړه، اوس يې ځکه استخراج بند شوى، چې پېرودونکي نه لري.
د تڼيو ولسوالۍ د نريزې اوسېدونکى انور بيا وايي، هغه غرونه، چې کرومېټ ډبرې په کې شته، د خلکو تر منځ وېشل شوي دي.
ده وويل، چې پخوا هر چا هڅه کوله، چې ډېرې ډبرې راوباسي او پر قاچاق وړونکو يې په ټيټه بيه وپلوري.
نوموړي زياته کړه، اوس يې چې پېرودونکي نشته، استخراج او قاچاق يې بند شوى دى.
خو د هغه په وينا، دغه کار پر خلکو بده اغېزه کړې او په اوسني ژمي کې يې له لوږې سره مخ کړي دي؛ ځکه چې د دوى د عايد يواځېنۍ سرچينه همدا وه.
د سپېرې ولسوالۍ قومي مشر شېر زمان ځدراڼ بيا وايي، د هغو سيمو قومي مشرانو، چې کرومېټ ډبرې په کې پيدا کېږي له دولت سره د يوې ناستې په ترڅ کې ژمنه کړې وه، چې په غيرقانوني ډول به د دغو ډبرو د را ايستو مخه نيسي.
ده وويل: ((د هغه کړې ژمنې له مخې اوس قومي مشران څوک دې ته نه پرېږدي، چې دغه ډبرې راوباسي او په قاچاقي ډول يې له هېواده بهر يوسي.))
خو ځدراڼ وايي، چې که دولت غواړي د دغو قيمتي ډبرو د غيرقانوني استخراج مخه د تل لپاره ونيول شي، نو له کوم چا سره دې قانوني قرارداد وکړي.
د خوست ولايت مقام د عامه اړيکو مسوول بريالي روان پژواک اژانس ته وويل، چې د کرومېټ ډبرو قاچاق مخه د ولسونو په همکارۍ امنيتي ځواکونو نيولې ده.
د هغه په وينا، په هغو سيمو کې چې کرومېټ ډبرې ترې قاچاق کېدې د امنيتي ځواکونو په شمېر کې زياتوالى راغلى او په ځينو مهمو ځايونو کې پوستې جوړې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دا مهال د خوست ولايتي اداره په دې هڅه کې ده، چې له مرکزي دولت سره په تفاهم د دغو ډبرو د استخراج قانوني قرارداد وکړي.
د يادونې ده، چې له تېرو شاوخوا ١٢ کلونو راهيسې په خوست کې د کرومېټ ډبرو قاچاق روان و، چې لومړۍ به پاکستان او له هغه ځايه به بيا د چين هېواد ته وړل کېدې.
بازدیدها: 1
تماس با ما
خبرنامه
ارسال گزارش
اپلیکیشن موبایل پژواک