شبرغان (پژواک ۲٥ کب ۹۱): د جوزجان ولايت چارواکي وايي، چې په اقچې په ولسوالۍ کې د يوه افسر په ګډون پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د اقچې ولسوال اسد الله بهرامي پژواک اژانس ته وويل ، چې ياد افسر ملاشېر نومېده او تېره ورځ شاوخوا څلور بجې د اقچې ولسوالۍ د اريغ په کلي کې په داسې حال کې، چې په يوه ريکشاه کې د کور پر لور روان و، د وسلوالو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شو.
دده په وينا ، چې په دې بريد کې ملاشېر له يوبل تن سره ، چې کليوال و، ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول .
ده وويل ، چې ملاشېر د کندهار په هوايي ډګر کې دنده درلوده او دوه ورځې مخکې د رخصتۍ په موخه کور ته راغلى و.
د بهرامي په خبره ، چې تراوسه د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي ، خو پوليسو يې په اړه څېړنې پيل کړې دي.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي محمداسماعيل پژواک ته وويل ، چې وسلوال له پېښې وروسته ، چې کلاشينکوف ور سره و او مخونه يې تړلي و، پر موټر سايکل وتښتېدل .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددې پېښې مسووليت پرغاړه واخيست او ويې ويل چې له ملاشېر څخه يو ميل وسله هم ترلاسه شوې ده .
په روان کال کې دا لومړى ځل دى ، چې په دې سيمه کې يو نظامي افسر وژل کيږي .