فراه (پژواک ١٠ غويى ٩٢): د فراه په انار دره ولسوالۍ کې درې تنه له ٤٠ کيلوګرامه ترياکو، يوه کلاشينکوف، يوې مخابرې، له سراچه موټر او يوه موټرسايکل سره نيول شوي دي.
د فراه د والي وياند عبدالرحمن ژوندي وويل، چې دغه کسان له يادو توکو، وسلو او وسايطو سره تېره ورځ له غرمې مخکې د اناردرې ولسوالۍ په دهنې سيمه کې پوليسو نيولي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، نيول شوي کسان د دغه ولايت د خاک سفېد ولسوالۍ د جي جي کلي اوسېدونکي دي او نشه يي توکي يې له همدغه کلي ايران ته لېږدول.
افغانستان د نړۍ تر ټولو ډېر نشه يي توکي توليدوي.
د ملګرو ملتونو يو راپور ښيي، چې سږ کال د فراه په ګډون د افغانستان په ١٢ ولايتونو کې د نشه يي توکو کښت ډېر شوى دى.