Language

اسټراليا له افغانستان سره تر ٢٠١٤ کال وروسته ٥٠٠ ميليونه ډالره مرسته کوي

کابل (پژواک،د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٢): اسټراليا له ٢٠١٤زېږديز کال وروسته له افغانستان سره د دوو کلونو لپاره هر کال د ٢٥٠ ميليونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده.

د ماليې وزارت له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال اسټراليا ته په خپل څلور ورځني سفر کې چې پرون پاى ته رسېدلى، د دې هېواد له چارواکو سره د افغانستان لپاره د اوږدمهاله مرستو په اړه خبرې کړې دي.

د سرچينې په وينا، په دې کتنو کې اسټراليا ژمنه کړې، کله چې د دې هېواد ځواکونه د دې کال په پای کې له افغانستانه وځي، نو په ٢٠١٥ او ٢٠١٦ کلونو کې به له افغانستان سره د مرستو اندازه هر کال ٢٥٠ ميليونو ډالرو ته زياته کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، اسټراليا له ۲۰۰۱ کال څخه راهيسې له افغانستان سره په بشري او د بيارغونې په مهمو برخو کې د پام وړ مرستې کړې دي. دغه مرستې د کرنې، د کليو د پراختيا، پوهنې او روغتيا په برخو کې لګول شوې دي.

درې مياشتې وړاندې اسټراليا اعلان کړى و، چې د روان زېږديز کال له پاى ته رسېدو مخکې به په اروزګان ولايت کې خپله لويه پوځي اډه تړي، زر سرتېري به هم وباسي او يو شمېر به بيا په افغانستان کې د روزنې او مشورې لپاره پاتې شي.

اسټراليا د ايساف تر چتر لاندې په افغانستان کې شاوخوا ١٦٥٠سرتېري لري، چې ډېرى يې په اروزګان ولايت کې مېشت دي .

 د دې هېواد ځواکونه له ٢٠٠٥ کال راهيسې په افغانستان کې مېشت دي او تراوسه يې ٣٩ سرتېري وژل شوي دي.

ټاکل شوې ، چې د ٢٠١٤ کال تر وروستيو له افغانستان څخه د ناټو ډېرى ځواکونه ووځي.

Related Topics