کابل(پژواک،١٢زمرى٩٢): په کندهار ولايت کې له مسعوديه مدرسې څخه ٧٧٠ نجونې او هلکان فارغ شول.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې د مسعوديه مدرسې مشر مسعود اخندزاده وويل، د ۷۷۰ تنو فارغينو له جملې څخه ۳۱۰ تنه نجوني او ۴۶۰ تنه يې هلکان دي، چې د نهو مياشتو په موده کې يې يو شمېر ديني او عصري زده کړې بشپړې کړې دي.
نوموړي زياته کړه چې په دې مدرسه کي په ټوليزه توګه ۵۰۰۰ زده کوونکي دي، چې ۳۰۰۰ تنه يې هلکان او ۲۰۰۰ تنه يې نجونې دي، چي د مسلکي استادانو له خوا د ديني زده کړو ترڅنګ ورته د ښوونځي مضامين هم تدريس کيږي.
د کندهار د والي مرستيال عبدالقديم پتيال ټولو فارغينو او د دوى کورنۍ ته د مبارکۍ ويلو ترڅنګ وويل، چې: ((بايد زده کړو ته پر دغه ځای خاتمه ورنه کړئ او د دئني زده کړو ترڅنګ له عصري زده کړو څخه هم ځانونه برخمن کړئ.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP